اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د هېواد سلامتيا باوري كولو لپاره د وسله والو ځواكونو٬پوليس٬استخباراتي ايجنسو او نور قانون نافذ كوونكو ادارو قربانيو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د نظرثاني شوي قامي ايكشن پلان ترمخه د لنډې مودې٬مينځنۍ او اوږد مهاله اهدافو سر كولو لپاره كوټلو ګامونو او رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي ايكشن پلان د اعلٰی كچ كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د دفاع وزير پروېز خټك٬د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد٬د اط??اع??تاو خپرونو وزير چوهدري فواد حسېن٬سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه٬د آئي اېس آئي ډي جي٬د قامي سلامتيا صلاحكار٬د څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان اعلٰی وزيرانو٬د آزاد كشمير وزيراعظم ٬وفاقي سېكرټريز٬چيف سېكرټريز٬آئي جي او اعلٰی سول او پوځي چارواكو ګډون ??كړ??۔په غونډه كښې د قامي ايكشن پلان په بې??و برخو تراوسه د شوي پېشرفت جاج واخستلے شو۔كمېټۍ د ګاونډي هېواد افغانستان په صورتحال او په هېواد د هغې د ممكنه اثراتو پشمول په نور پېشرفت هم غور ??كړ??۔كمېټۍ د نظرثاني شوې قامي ايكشن پلان د لنډې مودې او د اوږدمهاله د اهدافو جاج واخستلو ٬ ??غس??د ټولو ډلو پشمول د وفاق٬صوبو او قانون نافذ كوونكو ادارو د ذمه وارو هم جاج واخستلے شو۔په دې موقع پريكړه وشوه چې د هر هدف د بنيادي كاركردګۍ اشاريې دې متعين كړې شي ??غس?? چې په ټاكلي شوي وخت كښې ټول اهداف سر كړے شي٬په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې سائبر سېكورټي٬عدالتي او سول اصلاحات٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو د كار استعداد زياتولو ٬ د تشدد او انتهاخوښۍ مخ نيوي او د امنيت نورو چېلنجونو مخ نيوي لپاره دې په بې??و اقداماتو په تندۍ سره عملدرآمد وكړے شي۔د نړيوالې سلامتيا مسئلو په اړه د اط??اع??ت په وخت باوري كولو په اړهد نېشنل كرائسز٬انفارمېشن منيجمنټ سېل جوړولو پريكړه وكړې شوه٬د كومې مشري به چې د كورنيو چارو وزارت او د اط??اع??ت وزارت كوي۔د غونډې په مهال سي پېك او په هېواد كښې په نورو پروژو د كار كوونكو او په خاص توګه د چينائي وګړو امنيت باوري كولو لپاره د بې??و اقداماتو هم جاج واخستلے شو۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت په ضد جنګ كښې قام لويې قرباني وركړې۔ ??غس?? وزيراعظمد هېواد سلامتيا باوري كولو لپاره د وسله والو ځواكونو٬پوليس٬استخباراتي ايجنسو او د نورو قانون نافذ كوونكو ادارو قربانيو ته پیرزوئنې وړاندې كړې