پنډی۔30 اګست(اے پی پی) د پارليماني كشمير كمېټۍ او د سېنېټ او د قامي اسمبلۍ په دفاعي كمېټيو مشتمل پلاوي د ګل په ورځ د جي اېچ كيو دوره كړې ۔ پلاوي ته د امنيت پشمول د پولو صورتحال او امن او استحك??م لپاره د پاك پوځ ھڅو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقعه پلاوي د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره بشپړ انټراېكټو سېشن وكړو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل د پاكستان وسله وال پوځ د اولس په مرسته د ترهګرۍ په ضد جنګ او د هېواد حالات د معمول له مخې كولو كښې ځانګړې قربانۍ وركړي۔ د پوځ سرلښكر ووئيل د لوئيديز زون پولې انتظ??م لپاره زمونږ پ?? وخت د پورته كړو ګامونو له امله نن د پاك پروردګار په فضل د چېلنجونو با??جود د پاكستان پولې محفوظ دي او مونږ پ?? كوم هم صورتحال قابو موندلو له چمتو يؤ۔ هغه د سيمه ايز تړون ګټې له تلپاتي پرمختګ لپاره افغانستان كښې د امن بحالۍ په اهميت هم رڼا واچو??ه۔ د پوځ سرلښكر كشمير كاز او كشمري اولس لپاره د پاك پوځ د ملاتړ او عزم پخلے وكړو۔ هغه ووئيل نړۍ ته دا با??د معلومه شي چې د كشمير مسئلې سوله ايز حل نه غېر به امن او استحكام فريب وي۔ د پاك پوځ سرلښكر په سېشن كښې د ټول قام د متفقه نقطه نظر د لارې د تشدد او انتها خوښۍ په ضد هڅو رو??نو ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو۔