اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر شېخ رشید احمد وئیلي دي په افغانستان کښې تلپاتے امن د سیمې پرمختګ او د نړۍ سلامتيا لپاره مهم دے٬ په افغانستان كښې امن او مست??كم حكومت له به خپل كردار ترسره كوؤ۔ د پاکستان او چین دوه اړخیزه همکاري او پرمختګ به د ترهګرو لخوا یرغمال نشي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه چينائي سفير نونګ رونګ سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د اتوار په ورځ وفاقي وزير سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مه??ل د پاك چين دوه اړ??يز?? اړيكو په شم??ل د منطقې په مجموعي صورتح??ل د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه وفاقي وزير ووئيل افغانستان كښې د بدلېدونكې وضعې له امله زمونږ د منطقې اهميت لا سوا شوے دے۔ په افغانستان کښې تلپاتے امن د سیمې پرمختګ او د نړۍ سلامتيا لپاره مهم دے۔ داخله وزير ووئيل افغانستان كښې امن او مست??كم حكومت لپاره به مونږ خپل كردار ترسره كوؤ۔ هغه ووئيل داخله وزارت افغانستان څخه وتونكو سره بشپړه مرسته كوي۔ د چينائي وګړو او پاكستان كښې د چينائي شركتونو امنيت به لا غوره كوؤ۔ هغه ووئيل د چينائي وګړو حفاظت لپاره په ګډه تګلاره وضعه كوؤ۔ په دې موقعه د چين سفير ووئيل پاكستان كښې د چين شركتونه په بېلو منصوبو كار كوي۔ هغه غوښتنه وكړه چې د چينائي وګړو او كمپنيو امنيتي پرټوكول بايد لا مضبوط كړے شي