اسلام آباد20اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د قدرتي آفاتونو ځپليو فعاله مرستې او د رنځونو مخنيوي لپاره د كوټلې نېټ ورك چمتو كولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي چې په ابتدائي توګه په وخت طبې مرسته 59 فيصده انساني ځانونه بچ كولو كښې مرسته كولې شي٬ ښونځايونو او كالجونو كښې زده كوٶنكو ته په دې لړ كښې من??سب?? تربيه وركولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت دا خبرې د جمعې په ورځ د انجمن هلال احمر پا??ستان د مېن??نګ باډۍ غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د مين??نګ باډۍ د غړو پشمول د هلال احمر پا??ستان چيئرمېن ابرارالحق ، آصف باجوه ، ډاکټر ارشاد ??حمد او ډاکټر مودات حسين رانا نه علاوه نورو ا??لی چارواكو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع د حلال احمر پاكستان چيئرمېن غونډې ته د پېښو او قدرتي آفتونو په مهال د انسانيت په خدمت كښې د ادارې په كردار بريفنګ وركړٶ۔په غونډه كښې د قدرتي افتونو ځپليو ته په وخت د مرستې وركولو په لړ كښې تنظيم قوي كولو لپاره بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړې شول۔ په دې موقع صدر مملکت د هلال احمر ، نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ، د صحت څانګې او د نورو سركاري ادارو ترمېنځه د روابطو جوړولو په ضرورت زور رواړو دغسې چې د ناڅاپي آفتونو په صورت كښې په وخت او موثره اقدامات وكړې شي۔ صدر په هلال احمر زور رواړو چې حاجت مندو لپاره وينه باوري كولو لپاره دې د عطيه كمپائن مشري وكړي۔ صدر مملکت په هېواد ??ښې د ځوانانو پرمختګ لپاره د انجمن هلال احمر پا??ستان او د وزيراعظم کامياب جوان پروګرام ترمېنځه د مرستې په حاجت هم زور رواړو