كوئټه 14 اګست (اے پي پي) د بلوچستان سرښار كوئټه پشمول په ټول بلوچستان كښې د آزادې ورځ په بشپړ ډول ولمانځل شوه. د صوبې ټولې سركاري او نيم سركارې دفترې، ودانې، بازارونه، تعليمي ادارې د پاكستان په قومي بېرغ ښائسته كړې شوې. د كوئټه پشمول په ګوادر، تربت، سبي ، ډېره بګټي، كوهلو، لورالائي، چمن، زيارت، نوشكي، هرنائي، ??هل مګسي او نورو ښار??نو كښې خاص دستورې او غونډې وشوې چې پكښې د زرګ??نو په شمېر سړو او ښځو ګډون وكړو او په دې موقع كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وشوه. سهار وختي په جومات??نو كښې د هېو??د سلامتيا او د كشمير آزادې لپاره خاص دعاګانې وكړې شوې. په سرښار كوئټه كښې د آزادې ورځ?? په موقع د 21 توپو سلامي وكړې شوه.