اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) خارجه و??ير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان د شخړو سياسي حل لپاره خبرې اترې يواځنۍ لاره ګڼي٬ پاكستان د فلسطين او كشمير مسئلو سوله ايز حل غواړي۔ دا خبره ده د پاكستان په دوره راغلې د عرب پارليمنټ صدر عادل بن عبدالرحمان په مشرۍ كښې د عرب پارليماني پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔ خارجه و??ير ووئيل چې عرب پارليمنټ٬ ليګ آف عرب سټېټس مهممه اداره ده٬ عرب هېوادونو سره د پاكستان ژورې اړيكې په يو ډول مذهبي٬كلتوري او تاريخي اقدارو اډانه دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې د پاكستان د عرب پارليمان غړو هېوادونو سره ښه دوه اړخيزې اړيكې دي. مونږ د مين??ني ختيز هېوادونو سره ژور دوه اړخيزه مراسم لرو۔ ده ووئيل چې پاكستان په مين??ني ختيز كښې امن او استحكام كښې خوښي لري٬د او آئي سي باني غړي په حېث مونږ د مسلمانانو په اتحاد كښې كښې د مثبت كردار ادا كولو عزم لرو۔ خارجه و??ير ووئيل چې پاكستان د شخړو د اوږدې مودې سياسي حل لپاره خبرې اترې يواځنۍ لاره ګڼي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې زمونږ په اقتصادي ترجيحاتو كښې د روابطو وده٬تعمير او پرمختګ كښې شراكتد??ري??معاشي او معاشرتي ارتقا او د امن استحكام له هڅې شاملې دي۔ خارجه و??ير د عرب پارليماني پلاوي په مقبوضه جمو كشمير كښې د روان بشري حقونو سنګين خلاف ورزو او د هند پالېسو په سبب د منطقې امن رامخې ته شويو خطرو څخه خبر كړو۔ده ووئيل چې ضرورت د دې خبرې دے چې نړيواله ورورولي په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند لخوا د پورته كړې شوي د اګست 5مه نېټې 2019 د يو اړخيزه٬غېر آئيني اقداماتو غندنه وكړي