اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين په ټول هېواد كښې پيغام پاکستان ضابطه اخلاق عمل درآمد اع??ان خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي چې اسلام د سلامتيا، امن، رواداري، تحمل، برداشت او عدم تشدد مذ??ب دے، فرقه وارانه كركه ، وسله وال فرقه وارانه تصادم او د طاقت په زور خپل نظريات په نورو د مسلط کولو اجازه نه شي وركولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ وزيراعظم د مذ??بي همغږۍ خاص نمائنده او ??اکستان علما کونسل چيئرمين حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې كړې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل حکومت هېواد كښې محرم الحرام په مهال امن او امان لپاره هر ممکن اقدامات كوي،په دې لړ كښې د پاکستان علما کونسل او ??تحدہ علما بورډ هېواد كښې د مذ??بي همغږۍ او ??رورولۍ ودې لپاره كردار د ستائتني وړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د مذ??بي همغږۍ ودې لپاره د ميډيا کردار مهم دے۔ ده ووئيل ځيني عناصر په هېواد كښې فرقه واريت له هوا وركولو لپاره ?? هېواد دښمنه قوتونو په لاسو كښې لوبې كوي،هغوي به چري هم په خپلو عزائمو كښې بريالي نشي۔ په دې موقع حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د نفاذ شريعت په نامه د طاقت استعمال، د رياست په ضد وسله وال محاذ آرائي، تخريب کاري او ??ساد او ترهه ګري ټول صورتونه په شريعت كښې حرام دي ۔ده ووئيل د ټولو مسلكونو علماﺀ او ??شائخ او ??فتيانو د انتها خوښې سوچ او شدت خوښي رد كړې۔ د محرم الحرام په مهال امن او امان به په هر صورت كښې برقرار ساتلې شي۔د ملاقات په مهال هېواد كښې د محرم الحرام په مهال امن او امان په ځائې ساتلو لپاره اقدامات او ??يغام پاکستان ضابطه اخلاق عمل درآمد په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه