اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ماشومانو په عمرونو كښې چې وقفه كمه وي نو ماشومان د سټنټنګ ﴿غذائي كمي﴾ ستونزو سره مخ كېږي. آبادې نړيوالې ورځې په موقع په خاص وېډيو پېغام كښې صدر مملكت ووئيل چې هغه د نننۍ ورځې په مناسبت د مو?? او بچي د صحت په اړه مےمه خبره كول غواړي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې كه د ماشومانو په عمرونو كښې مناسبه وقفه نه وي نو د دې په نتيجه كښې د مو?? او ماشوم د صحت بېلا بېلې ستونزې پېدا كېږي او په خاص توګه ماشومان د سټنټنګ يعني د غذائي كمي پشان ستونزو سره مخ كېږي. ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكوم?? د ” خ??ر خواه” په نوم يو خاص پروګرام هم پېل كړے. ده ووئيل چې ټول پاكستانيان دې د ماشومانو په عمرونو كښې د مناسب وقفې اهميت په ډاګه كولو كښې خپل كردار ترسره كړي. صدر مملكت ووئيل چې زمونږ په ټولنه كښې د مو?? او ماشوم په صحت خبره نه كېږي. ده ووئيل چې د ماشومانو په عمرونو كښې مناسب وقفې ، د مو?? او ماشوم د صحت په اړه په اولس كښې خبرتيا پېدا كولو لپاره دې هر يو وګړے خپل كردار ترسره كړي چې دغسې پاكستان يو خوشحال هېواد جوړ شي او زمونږ په كورنيو كښې خوشحالي راشي.