ملتان۔3 جولائی(اے پی پی) د كركيلې څانګې سره تعلق لرونكو شخصياتو د حكومت لخوا د اېګريكلچر ټرانسفارمېشن پلان لاندې د كركيلې څانګې له پورته كړې ګامونه خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي چې دې سره به كرونده ګرو ته د هغوي د خوارۍ صحيح بدله ترلاسه شي او هغوي به خوشحاله شي۔ د غنمو او آم په شمول د فصلونو پېداوار كښې ښكاره زياتوالې د اطمينان وړ دے۔ د مېنګوسټی كېدو په حېث په ملتان انټرنېشنل ایئرپورٹد كولډ سټورېج فوري جوړېدو او د نورو آسانيو رسنې سره د آمد برآمد زياتولو له امله لا زياته زرمبادله ترلاسه كېدې شي۔ ځائي زميندار او نوموړي سياسي شخصيت سليم اختر اے پي پي سره خبرو كښې وو??يل دې كښې شك نشته چې سږ كال د آم او غنمو په شمول د بېلو فصلونو پېداوار كښې زياته اضافه شوې ده بياهم د آم بر آمد كولو او نړيوالو منډيانو ته د دې رسولو له نورو آسانيو ته اړتيا ده۔ په ملتان كښې د کولډ سټوریج نشتوالي د ل??سه باغبانان د كراچۍ يا لاهور د ل??رې خپل آمونه بهر هېوادونو ته لېږي۔ هغه وو??يل زمونږ د آم معيار د هندوستان د آم نه ډېر زيات ښه دے۔ هغه وو??يل د مېنګو سټي كېدو په حېث په ملتان انټرنېشنل ایئرپورټ به كولډ سټورېج جوړول وي۔ هغه وو??يل د حكومت د كسان دوست ګامونو په نتيجه كښې دا ځل د آم او غنمو پېداوار كښې اضافه شوې او مونږ باور لرؤ چې راتلونكو ورځو كښې به دې هېواد كښې زرعي انقلاب راشي او زراعت كښې پرمختګ به د هېواد معيشت مستحكم كړي