اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې موجوده حكومت په قبائيلي ضلعو كښې امن?? پرمختګ او د سوكالۍ عزم لري، وزيراعظم د پخوانې فاټا ضلعو كښې د ص??عت كارۍ په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو امر كړے۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پخوانې فاټا سيمو د انډسټريز استازو غونډې ته كړي ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران پروېز خټك، مخدوم خسرو بختيار، صلاحكار عبدالرزاق دائود، خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود، د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد هم ګډون كولو۔ ?? خزانې وزير ګډون كوٶنكو ته ووئيل پخوانو قبائيلي ضلعو كښې امن?? پرمختګ او سوكالي ګرد هېواد لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل صنعتونه د هرې سيمې پرمختګ كښې مركزي كردار لوبوي او وزيراعظم په پخوانو قبائيلي ضلعو كښې د صنعتونو جوړولو په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو له واضح امر كړے ٬ د وزيراعظم هدايات له مخې په غونډه كښې د ټولو اړوندو وزارتونو او څانګو نمائندګان موجود وو۔ ?? خزانې وزير ووئيل فاټا كښې صنعتونه جوړولو په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره به زه د ص??عت نمائندګانو سره په باضابطه او په باقاعده بنيادونو ملاقات كوم۔ د خزانې وزير د اېف بي آر چيئرمېن پشمول ټولو اړوندو څانګو او وزارتونو ته په پخوانۍ فاټا كښې ص??عت كارۍ كښې د رامخې ته شوو خنډانو لرې كولو او په دې لړ كښې په راتلونكې غونډه كښې د راپور وړاندې كولو امر وكړو٬ په دې موقع د پخوانۍ فاتا انډسټريز نمائندګانو د رامخې ته شوو خنډانو خاتمې لپاره په امر او لارښوونه كولو د خزانې د وزير مننه وكړه