كراچي 21جون (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره كراچۍ څخه د تعلق لرونكو خبريالانو پلاوي د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے او د نوې ال??كټ??انك ووټنګ مشين سسټم په اړه ئې خبرې اترې كړي۔په پلاوي كښې د ډان ورځپاڼې ظفر عباس٬د ??ولسي غږ ورځپاڼې ډاكټر جبار خټك٬د ??زنس رېكارډ وامق زبيري٬كالمسټ نصرت مرزا٬د فائنا نېشل ډيلي منظر نقوي٬د نئي بات مقصود يوسفي٬د ډېلي عبرت قاضي اسد عابد٬د ??ے آر وائي نيوز اېس اېم شكيل٬د ډان نيوز قاضي حسن٬د ??يكسپرېس نيوز فيص حسېن او د نيوز زون ټي وي امتياز خان فاران شامل وو۔په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر ووئيل ال??كټ??انك ووټنګ مشي?? د ??خت ضرورت دے او د دې څخه به د ټاكنو په نظام كښې لا سپيځلتيا راشي۔ده ووئيل مشين به وائي فائي سره منسلك نه وي د كومې په سوب به چې د هيكنګ كوم امكان نه وي۔ده ووئيل د ووټنګ مشين به په سمدستي توګه نتيجې هم وركوي۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل حكومت له د ال??كټ??انك ووټنګ عمل ته حتمي شكل وركولو لپاره د حزب اختلاف مشر او د ټاكنو كميسون(اي سي پي)پشمول ټول اسټيك هولډرز په اعتماد كښې اخستل پكار دي۔