اسلام آباد 04 جون (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان او آ??رب??ئيجان د شريك باور په بنياد اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني او اداره جاتي مرستې لا زياتولو ته ضرورت دے٬ګڼ شمېر څانګو كښې مرستې٬تجارت٬توان او په نور كچه روابط ته د ودې وركولو عزم لرو ۔ده د دې خيالاتو خرګندونه د آ??رب??ئيجان سپيكر صاحبه ګفاروا سره د ملاقات په مهال كړې چا چې د جمعې په ورځ د سېنېټ چيئرمېن سره په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔پارليمنټ هاؤس ته په راتګ د سېنېټ چيئرمېن پلاوي ته هركلے اووې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پلاوي دوره د پاكستان ??پاره ډېره مهمه ده۔د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي د اقتصادي مرستې تنظيم ??ارليماني اسمبلۍ جنرل كنفرنس كښې په ګډون مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان او آ??رب??ئيجان د شريك باور په بنياد اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني او اداره جاتي مرستې لا زياتولو ضرورت دے۔صادق سنجراني ووئيل پاكستان او آ??رب??ئيجان دا مهال د كورونا وائرس وبا سره مخ دي ٬د شريكې حكمت عملۍ له مخې به په وبا قابو مو??دلېےشي۔په ملاقات كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكتر شهزاد وسيم٬سېنېټر فدا محمد٬سېنېټر دلاور خان٬سېنېټر نزهت صادق٬سېنېټر رخسانه زبيري٬د قامي اسمبلۍ غړې شاندانه ګلزار خان٬د سېنېټ سېكرټري محمد قاسم صمد خان ??م موجود وو