اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان او اردن په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې دواړو هې??اد??نو له به د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته وده وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه اردن او فلسطين لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير جنرل (ر) سجاد علي خان سره خپ??و خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔ صدر مملکت نومولي شوي سفير ته مباركي وركړه او هغه ته ئې اردن سره د شريكې خوښې ټولو څانګو كښې د مرستې لا مضبوطولو پلو د پام ګرځولو هدايت وكړو۔ هغه ووئيل نومولې سفير دې د دواړو وروڼو هې??اد??نو ترمينځه د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ او اردن كښې د مېشته پاكستاني كميونټۍ مسئلو حل كولو له هم كار وكړي۔ صدر مملکت د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړهِ هغه ووئيل د دفاع ٬ تجارت ٬ كلتور او معيشت په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو امكانات به لټول وي۔ صدر ډاكټر عارف علوي د فلسطيني اولس په ضد اسرائيلي ظلمونه او تشدد هم په ډاګه كړو۔ هغه ووئيل د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د سوؤنو په شمېر فلسطيني وګړي شهيد شوي دي۔ پاكستان د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي وحشي كارروائيو سخته غندنه كړې ده۔ صدر مملكت په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې فلسطيني وګړو ته د خپ??واكۍ حق وركولو له خپ?? كردار ترسره كړي۔