اسلام آباد 19مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاکټر بابر اعوان وئيلي دي د جهانګير خان ترين پرېس کنفرنس څخه ټولي ډنډوري ختمي شوي ، حکومت سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې واضحه اکثريت لري، د پنجاب او مرکز په بجټ منظورولو كښې څه مسئله نشته،ټاكنو كښې د ټګۍ تورونه د ټيكنالوجي د لاري ختمول غواړو، شهباز شريف، يوسف رضا ګيلاني پشمول ټولو اپوزيشن ګوندونو له بلنه وركوو چې هغوي هم د اليکټرانك ووټنګ م??ين جاج واخلي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او سي??يټ?? فيصل جاويد سره د اليکټرانك ووټنګ م??ين په اړه ميډيا ته بريفنګ كښې ده ووئيل د پاکستان انتخابي نظام ته د 1977 راهسې کينسر لګيدلے د كوم چې تر 2021 څه درملنه دريافت نشوه،په وړومبي ځل د پاکستان تحريك انصاف حکومت د ټيکنالوجي د لاري د دې د درملني سوچ كړے،د ډېرو هلو ځلو نه پس دا م??ين جوړ كړے شوے۔ده ووئيل د اين اے 249 په اوسنو ضمني ټاكنو كښې دواړو اپوزيشن ګوندونو په يو بل د ووټ د غلا تور لګولے، مونږ د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ پشمول ټول اپوزيشن ګوندونو له بلنه وركوو چې دا ماډل اوګوري كه په دې اړه څه تشويش وي نو لري به كړے شي۔ده ووئيل مونږ بهر هېوادونو كښې مېشته وګړو له د ووټ حق وركوو ، اليکټرانك ووټنګ م??ين په اړه قانون كښې ګنجائش ؤ خو اليکشن کمېشن ته اختيار نه ؤ ۔ده ووئيل تر اوسه 5 اي وي ايم (EVM) مشينونه زمونږ سره دي چې پكښې دوه درآمدي او درې ځائې جوړ شوي،د دې حتمي پريكړه به اليكشن كمېشن كوي۔ده ووئېل مونږ د اي ووټنګ د لاري ټاكنو كښې د خرڅونو په اړه اليکشن کمېشن ته خط ليكلے، هغه به د دې د خرڅونو اندازه لګوي۔ده ووئيل په هر پولنګ اسټېشن ټول پولنګ بوتھس لپاره به جلا جلا م??ين وي او په پولنګ سټيشنو به سټينډ بائي م??ين هم اېښودلے شي،په ابتدائي توګه به پريس کلبز او بار ايسوسي ايشنز له هم دا م??ين وركولے شي