اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) خارجه ??زیر مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د فلسطین په ضد د اسرائيلي ظلمونو په ضد غلي شوو اسلامي هېوادونو له به رواړندې كېدل وي٬ يوازې د پاكستان يا د يو دوو هېوادنو په خبرو فرق نه پرېوځي٬ هڅه كوٶ چې اسلامي نړۍ يو موټے شي او د اسلامي نړۍ لخوا د فلسطين په مسئله متفقه پېغام لاړ شي چې ورسره به نړۍ متحرك شي، دا مهال زمونږ وړومبۍ ترجيح جنګ بندي ده٬ دا د برابرۍ جنګ نه دے٬ يو خوا جديد پوځ دے او بلخوا تش لاسي فلسطينيان دي٬ د جنګ بندۍ نه پس به ګورو چې وړاندې به څنګه ځو٬ وزیراعظم عمران خان د مافیا په ضد جنګ كوي٬ دا مهال د ھغه لاسونه قوي كولو ته اړتيا ده٬ د پي ټي آئي غړي د وزیراعظم عمران خان په شا ولاړ دي او تر پائې به ئې ملګرتيا كوي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل دا مهال په تركيه كښې يم د فلسطين خارجه ??زير له نن تركيه ته رارسېدل ٶ خو د ھغه د راتګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅې روانې دي٬ مونږ به په تركيه كښئ د خارجه ??زير انتظار كوٶ٬ ھڅه كوٶ چې ھغه نن د شورو په ورځ استنبول ته راورسي او بيا به مونږ په جمع د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كوٶ او په غونډه كښې به خپل موقف وړاندې كوٶ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل ټول سياسي ګوندونه د فلسطين په معامله يو موټے دي، د تركيه اولس د فلسطين وګړو سره ولاړ دے٬ په نيويارك كښې به د نورو اسلامي هېوادنو خارجه ??زيرانو سره هم ملاقاتونه كېږي او د فلسطين په مسئله به د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ ده ووئيل زه ??ڼم چې او آئي سي كوټلې كردار لوبولے ٬ كومه د ګډې اعلاميه چې جاري شوې ھغه واضحه اشاره كوي٬ د او آئي سي كردار په خپل ځاے برقرار دے٬ عرب ليګ او ټول اسلامي هېوادونه په خپل خپل ځاے مهم كردار لوب??ي ۔ده ووئېل مونږ ھڅه كوٶ چې اسلامي نړۍ يو موټے كړو او متفقه پېغام وركړو ٬ دې س??ه به نړۍ متحرك شي٬ چې نړيواله رائے عامه هواره شي نو دې س??ه به په اروپا كښې مېشته 65 مېليونه مسلمانان هم متحرك شي۔ ده ووئيل حقائق چې څنګه نړۍ ته رامخې ته كېږي خلق په فلسطين د اسرائيل د ظلمونو په ضد احتجاج او لاريون كوي ٬ په امريكا كښې هم اولس احتجاج كوي او د كانګرېس سنېټرز هم د اسرائيل د بربريت په ضد غږ پورته كول كوي اوس۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د فلسطین په مسئله چې پاكستان كوم كردار لوبولے شي د ھغې هڅې كوي٬ په دې مسئله چې قامي اسمبلۍ كوم متفقه قرارداد منظور كړے او نړۍ ته ئې متفقه پېغام وركړے ورسره د پاكستان وقار زيات شوے ۔ ده ووئيل د سلامتی کونسل په غونډه كښې چين مثبت كردار ادا كړے ۔ خارجه ??زير ووئيل د پاكستان حكومت د جمعې په ورځ فلسطين سره د يوالي څرګندونه او د اسرائيل د بربريت په ضد ګرد هېواد كښې د احتجاج كال وركړے ٬ مونږ غواړو چې د تركيه پشمول نورو هېوادونو كښې هم د جمعې مونځ نه پس فلسطينيانو سره د يوالي څرګندونې له د يوالي څرګندونه وكړې شي