اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) اېن سي او سي د 8م نه تر 16م مئي د وړوكي اختر رخصتې لپاره هدايت نامه جاري كړې ده چې پكښې د آزاد جمو كشمير، ګلګت بلتستان او د خېبر پښتونخوا حكومتونو ته خپلو ذيلي ادارو ته د وړوكي اختر په موقع د كورونا وبا مخ نيوي لپاره ضروري هدايات جاري كړې شوي دي. په دې لړ كښې به په شمالي سيمو كښې په ټولو داخلي لارو د قانون په ځائ ??وونكو ادارو شمېره او استعداد زياتو??ې شي. اېن اېچ اے او اېف ډبليو او ته خاص هدايات شوي دي چې هغه دې په اړوند ټول پلازو د اولس خبرتيا لپاره خاص بېنرې ولګوي.د اېن سي او سي د هداياتو په رڼا كې صوبائي حكومتونو د وړوكي اختر د رخصتې په مهال د اولس تګ راتګ محدود كولو لپاره د سېلګرې ځايونو او د هوټلو بندولو احكامات جاري كړي دي. په داخلي ځايونو قانون نافذ كوونكو ادارو ته ذمه واري ورپغاړه كړې شوې ده چې د سېلګرې په ځايونو كښې دې خلق يو ځائ ??ېدو ته پرې نه ښود??ې شي.