اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وزير شوكت ترين سره د پاكستان ټېكسټائل اېكسپور??رز اېسوسي اېشن پلاوي د جمعې په ورځ ملاقات كړے. د ملاق??ت په مهال د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد او د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود هم موجود وو. د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د اېسوسي اېشن سرپرست اعلٰ?? خرم مختار د كووډ- 19 وبا په مهال د كاروباري ټولنې او برآمد كوونكو اسانې لپاره د حكومت د اقداماتو ستائنه وكړه. ده د اېف بي آر د ريفنډ د ادائيګۍ د مكمل كمپيوټرائزډ نظام هم ستائنه وكړه. د خزانې وزير ووئيل حكومت كاروباري او تجارتي ټولنې سره په قومي شر??ت باور لري. ده ووئيل د هېواد په برآمدات كښې د اضافې شرح زياتولو لپاره دې اقدامات وكړے شي. ده پلاوي ته له خپلې خوا د مرستې باور هم وركړو