اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين د احساس پروګرام ستائنه كولو سره وئيلي دي دا پروګرام په نړۍ كښې د سماجي ??حفظ تر ??ولو لوي پروګرام دے او آئي اېم اېف، ورلډ بينك او اېشين ډوېلپمنټ بينك پشمول مهمو پرمختيائي شراكت دارو د دې پروګرام ستائنه كړې ۔ده دا خبره د وزيراعظم خاص مرستيالي او د بي آئي اېس پي چئيرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر سره ملاقات ك??ې وكړه۔په د?? موقع خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود او د خزاني سيكرټري هم موجود ؤ۔ ډاكټر ثانيه نشتر ??فاقي وزير د كوويډ 19 په تناظر كښې د احساس هنګامي كېش پروګرام او مستحقو ميرمنو له د روپو وركولو تګلاري څخه خبر كړو۔ ده ووئيل دا مهال يو كروړ 50 لكهه مستحقو كورنيو له 12 زره روپۍ امداد وركړے كيږي۔ خاص مرستيالي احساس پروګرام څخه د مستفيد شوو په يوټيليټي سټور او ځائي سټورز د لاري په رعايتي بيعه د روزمره استعمال ضروري څيزونو وركولو تګلاري څخه هم خبر كړو۔دې ووئيل د دې اقدام مقصد د ټولني غريبو او كمزورو طبقو اعانت كول دي او په د?? كښې د غريبو ميرمنو خپلواكه كولو ته پام لرنه شوې ۔د خزاني وزير شوكت ترين احساس پروګرام ستائلو سره ووئيل دا پروګرام ټوله نړۍ كښې د سماجي ??حفظ تر ??ولو لوي پروګرام جوړ شوے او د آئي اېم اېف، ورلډ بينك او اېشين ډوېلپمنټ بينك پشمول مهمو پرمختيائي شراكتدارو دا پروګرام ستائلے دے