اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وف??قي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي ??اكستان د حضور نبي پاك ﴿ص﴾ په فېضان سره جوړ شوے، حضور ﴿ص﴾ سره چې كوم تعلق د عمران خان دے، هغه د كوم پير يا مولوي نه دے، دا تعلق څوك هم نه شي چېلنج كولے ، وزيراعظم د او آئي سي او ملګرو ملتونو پشمول د نړۍ په هر يو فورم په ناموس ر??الت ﴿ص﴾ خبره كړې، وزيراعظم د 28 اربه روپو ماليت د رحمت اللعالمين وظائف اجرا كړې، دا حضور پاك ﴿ص﴾ سره د هغه د مينې واضح ثبوت دے. د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د قرارداد په اړه وف??قي وزير ووئيل په د?? وروستيو كښې د يو تنظيم خلق سړكونو ته راوتلي ، يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو ئې هم ملګرتيا كړې .ده ووئېل د حكومت او اپوزيشن په توګه زمونږ د ټولو فرض دا دي چې د دوي دريځ دې واورېدلے شي او يوه داسې لار دې خپله كړې شي چې د وينې د تويولو په ځاے معاملې په ايوان كښې حل شي. ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شوے قرارداد هم د دې ارادې، سوچ او فكر آئينه دار دے. ده ووئيل د ناموس ر??الت په اړه د الله فرمان دے چې د نبي ﴿ص﴾ ذات او شخصيت د ټولو ايمان لرونكو د ژوند نه هم وړاندې دے. ده ووئيل نبي كريم ﴿ص﴾ فرمائيلي دي څوك تر هغه وخت مومن نه شي كېدے څوك چې ما سره د خپل مور او پلار او اولاد نه زياته مينه ونه لري.ده ووئېل قائداعظم هم رښتينې عاشق رسول ؤ. دا ايوان د ختم نبوت كسټوډين دے. د ناموس ر??الت ﴿ص﴾ محافظ زمونږ آئين دے او د دې آئين تشكيل لپاره د ذوالفقار علي بهټو او مولانا مفتي محمود پشمول نورو مشرانو لوي كردار ترسره كړے. وف??قي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د او آئي سي او ملګرو ملتونو پشمول د نړۍ په هر يو فورم په ناموس ر??الت ﴿ص﴾ خبره كړې او په د?? لړ كښې د لا كار كولو هم ضرورت دے.