اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي څوك هم د آئين او قانون نه پورته نشته۔ د کالعدم تحریک لبېک لخوا د رياست رټ چېلنج كړے شو او د تشدد لاره خپله كړې شوه نو د ترهګر?? مخنيوي قانون له مخې كارروائي وكړې شوه۔ د خالي په ??رځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل زه پاکستان او پا??ستان پرېښودونكو وګړو ته دا ښكاره وئيل غواړم چې زمونږ حكومت د تحريك لبېك پا??ستان په ضد د ترهګرۍ قانون له مخې هله كاروائي وكړه ك??ه چې هغوي د رياست عملداري چېلنج كړه او په اولس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو ئې برېدونه وكړل۔ هغه په ډاګه كړه چې څوك هم د قانون نه پورته كېدے نه شي۔