لاهور 09 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د مدينې د رياست په ډول د قانون د بالادستې، مېرټ او د انسانيت د ښېګړې په بنياد د فلاحي رياست تصور وړاندې كوو، په خاص توګه د ټولنې كمزورو طبقو ته اسانۍ وركولو ته مو پام لرنه كړې ، په هېواد كښې د تعميرات څانګې پرمختګ سره به د روزګار موقعې، د غربت خاتمه او د هېواد په دولت كښې ز??اتوالے راشي، د بېنكونو لخوا كورونو لپا??ه د مورګېج اسانۍ لپاره په لار كښې د خنډانو لرې كولو لپا??ه د عدليه پشمول د ټولو ادارو د مرستې مننه كوو، د يوويشتمې پېړې د چېلنجونو مخ نيوي لپاره به په نظام كښې موجود خرابې لرې كول وي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د نيا پاكستان اپارټمنټس د بنياد اېښودو په ??ها?? دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم په دې موقع د پنجاب حكومت، وزيراعلٰی، وزيرانو او د بېلا بېلو ادارو ستائنه كولو سره ووئيل ستاسو په وړاندې د خپلې خوشحالې څرګندونه كول غواړم. مونږ چې نن كوم مقام ته رارسېدلي يو، دې لپاره ډېر كار شوے. د فور كلوژر د قانون په منظورې كښې دوه كاله موده لګېدلې. دې لپا??ه د عدليې مننه كوم، كه مرسته ئې نه وه كړې نو دا قانون به نه ؤ منظور شوے. د څو كلونو راهسې دا قانون ځنډېدلو. د دې قانون د منظورې نه پس بېنكونه اوس د مورګېج اسانۍ وركوي. وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې ټولې آبادې له د 0.2 فيصد په شرح س??ه د مورګېج اسانۍ وركړے شوي . په لوېديځه نړۍ او د امريكې پشمول په نورو هېوادونو كښې دا شرح د 80 فيصد نه زياته ده. ده ووئيل كه څوك نغدې نه لري نو هغه نه خپل كور اخستلے شي او نه ئې جوړولې شي. په نړۍ كښې دې مقصد لپاره بېنكونه قرض وركوي، كومه پېسه چې د كرائې په مد كښې ځي، هغه د كور په قسط بدله شي او هغه د كور مالك شي. وزيراعظم ووئيل دې سره به هر څوك موقع ولري چې هغه د قسطونو وركولو سره خپل كور واخلي. دې پروژې ته عملي شكل وركولو لپاره اېل ډي اے، بېنكونو او د عدليې پشمول ټولو ادارو بشپړه مرسته كړې. وزيراعظم ووئيل په كوم نظام كښې چ?? بدعنواني، بډي او خنډان رامخي ته شي ، چرته چې د رشوت نه بغېر كار نه كېږي هلته نظام كښ?? بدلون لپاره وخت پكار وي. د سټېټس كو په بدلولو كښې وخت لګي. وزيراعظم ووئيل دا نظام زما په وړاندې خراب شوے، د د?? بدلولو لپاره يو ??زم او قوي اراده پكار ده او د نړۍ يو ??مېر هېوادونه په دې كښې بريالي شوي. ده ووئيل لاهور ډويلپمنټ اتهارټۍ د خودكاره نظام معرفي كولو سره مهم اقدام كړے، په كاروبار كښې اساني راوستو لپا??ه دا اقدام ضروري دے، په دې اېل ډي اے ته پېرزوئنې وړاندې كوو. وزيراعظم ووئيل د يو ??ېن ډي پي د پاكستان په اړه په اوسني رپورټ كښې وئيلي شوي چې خېبر پښتونخوا د پاكستان هغه صوبه ده چرته چې د تېرو 6 كلونو په ??ها?? په غربت كښې تر ټولو زيات كمے او انساني پرمختګ لپاره سرمايه كاري شوې او ځكه خو اولس تحريك انصاف ته ووټ وركړے. خېبر پښتونخوا د ترهګرې او نورو ستونزو له امله ډېره وروستې پاتې وه. د دغې ځاے سرمايه دار په اسلام آباد او نورو سيمو كښې اباد شوي وو. وزيراعظم ووئيل “څوك چې اوږې اوده نه شي” پروګرام په هېواد كښې د اتوار په ورځ پېل كېږي. د دې له مخې به د هېواد په غريبو سيمو كښې موبائل كچن غريبانو ته د دوه وخته ډوډې وركوي. ده ووئيل دې سره س??ه د هېواد د تاريخ تر ټولو لوي د سبسډې پروګرام راوړو. دې لپاره 75 فيصده ډېټا ترلاسه شوې او د جون تر مياشت به 100 فيصده شمېره ترلاسه شي او د دې نه پس به مستحقو كسانو ته نېغ په نېغه سبسډي وركول اسان شي. غريبو كروندګرو ته به په سره نېغ په نېغه سبسډي وركولې شي. د احساس پروګرام له مخې د دې څخه وړاندې يو نيم كروړ كورنيو ??ره نغه مرسته شوې. وزيراعظم ووئيل پاكستان يو فلاحي رياست جوړېږي. په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار، وفاقي او صوبائي وزيران او نورو اعلٰی چارواكي هم موجود وو.