لاهور 27 مارچ (اے پي پي) د سائنس او ټ??كنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د استعفٰی ګانو سياست پاې ته رسېدلې، اوس به د اصلاحاتو سياست پېل كېږي، ټولو ګوندونو سره به جلا ??لا ??ابطه كوو، په پوځ او نورو رياستي ادارو تنقيد كولو سره اپوزيشن خپل سياست خراب كړے، اپوزيشن ته اوس په خپل سياست نظرثانې كولو ته ضرورت دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ پ?? پي سي اېس آئي آر كښې لېمپرو مېلن سره د اېم ??و يو لاسليل كولو دستورې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم د وړاندې نه د انتخابي اصلاحاتو خبره كړې وه. د سېنېټ د ټاكنو نه چې څنګه ټوقې جوړې شوې، ټولې وكتل. ده ووئيل چې كه اپوزيشن د وزيراعظم خبره منلې وه نو نن به په دوي پورې ټوقې نه جوړېدې. ده ووئيل چې د انتخابي اصلاحاتو په وړاندېز ن ليګ وړاندې رانغلو، زمونږ په نظر كښې پي ډي اېم له مېنځه تللې ، اوس به ټولو ګوندونو سره جلا ??لا ??ابطه ك??و. ??ه ووئيل چې د قومي اسمبلۍ سپيكر چې څنګه د ګل په ورځ پاكستان ته راشي نو مونږ به د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن پشمول ټولو سياسي ګوندونو سره رابطې كوو او دوي سره به د انتخابي اصلاحاتو په بل خبرې كوو.