اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې د مقبوضه جمو او كشمير ??ه شوپيا سيمه كښې د هندي ځواكونو د لاسه د څلور كشميري ځوانان په شهادت د هند د رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې هند دې د كشميري ځوانانو ماورائے عدالت د قتل لړې بند كړي. د ګل په ورځ په خپل يو ??يا?? كښې علي امين ګنډاپور ووئيل چې هند د مقبوضه كشميړ د ډېموګرافي بدلولو هڅې كوي. د ظلم و بربريت د لارې هند د كشميريانو د خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو تحريك نه شي تر پښو لاندې كولې. وفاقي وزير ??وئيل چې د انصا?? نړيوالې ادارې دې په مقبوضه كشمير ??ښې د هند د رياستي ترهګرۍ په سمدستي توګه نوټس واخ??ي. ??فاقي وزير ??وئيل چې د كشمير ??سئلې تر منصفانه حل په سوئيلي اسيا كښې پوخ امن ناممكن دے. هند ته به بالاخره هم كشميريانو ته د خپلواكې حق وركول وي