پېنډۍ ۔ 24 فروری(اے پی پی) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر وئيلي دي د كالعدم تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) پخواني وياند احسان الله احسان په تښتېدو د ذمه وارو پ?? ضد كارروائي شوې او د احسان الله احسان د بيا نيولو هڅې روانې دي۔ د بلوچستان مچھ سيمه كښ?? د ??زاره ورورولۍ 11 مزدورانو په وژنه كښې ككړ كسان نيولې شوي۔ په جبري توګه د بې دركه شوو وګړو په معامله جوړ كړے كمېشن په زړه پورې پېشرفت كړے۔ د بي بي سي له مخې هغه خپل دفتر كښې د غېر ملكي ميډيا نمائندګانو سره خبرې كولې۔ هغه ووئي?? د ??حسان اللہ احسان تښتېدل يوه ډېره سنګينه معامله وه او د پلټنيو نه وروستو د ذمه وارو پ?? ضد كارروائي وكړې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل زما د معلوماتو له مخې كوم ټويټر اكاؤنټ نه چې ملاله ته دړكه وركړې شوې هغه يو جعلي اكاؤنټ ؤ ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئي?? د ??ې دركه وګړو په اړه کمېشن سره د 6 زره نه د زياتو بې دركه شوو مقدمې وې كومو كښې چې 4 زره حل كړې شوي۔ دا پاتې به هم ډېرې زر حل كړې شي۔ هغه ووئيل په قبائلي سيمو كښې منظم شدت خوښي تنظيمونه ډېر وړاندې ختم كړې شوي او اوس په دغه سيمه كښې څوك د لويې بريد كولو صلاحيت نه لري خو د يوې مودې نه دغه سيمو كښې يو وارې بيا د تشدد پېښې رپورټ كېږي۔ هغه ووئيل د پاكستاني امنيتي ځواكونو د پاتې شدت خوښو پ?? ضد ج??رح??نه كارروائۍ كړې او دا اوسنې تشدد د دغې نتيجه او غبرګون دے۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئي?? د ??ېرو ورځو په مهال د دوو مېرمنو په موټر ډزې د دغې لړۍ يوه كړۍ وه بياهم اوس سيمه كښې د ترهګرو كومه منظمه ډله نه ده پاتې او اخو دېخوا شرخوښي په بېلو نامو كارروائۍ كوي۔ ډېر زر به دوي هم ختم كړے شي۔ ډی جی آئی اېس پی آر ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن غواړي او په دې لړ كښې چې څه كېدے شو هغه ئې كړي۔ د افغانستان سباؤن به څه وي ٬ مذاكرات به څنګه مخ په وړاندې لاړ شي او كومې ډلې له څه كول پكار دي؟ دا ټو?? د ??فغانستان د حكومت او اولس كار دے۔ زمونږ يو مقصد دے او هغه افغانستان كښې تل پاتې امن راوستل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اوس افغانستان هغه نه دے كوم چې د 90 په لسيزه كښې ؤ او پاكستان هم بدل شوے۔ دا ممكن نه ده چې په كابل طالبان يو وارې بيا قبضه وكړي او پاكستان د هغوي ملاتړ وكړي۔ د پاك پوځ وياند ووئيل پاکستان كښې د شدت خوښو مرسته د افغانستان نه كېږي او مونږ داسې ثبوتونه لرؤ كوم چې دا ښائي چې پاكستان مخالف شدت خوښو ته هند نه يوازې وسله او پېسه وركوي بلكې د دوي صلاحيت زياتولو له نوې ټېكنالوجي هم وركوي