اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينېټر شبلي فراز وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف په هېواد كښې د يپاك او سپېځلي سياست بنيا?? اېښودے، پيپلز پارټي د څه په بنياد د يوسف رضا ګيلاني د كاميابۍ ادعا كوي، د عوامي نمائندګانو ټاكنې لپاره كه روپۍ استعمال شوې نو دا به د نوې نسل سره زياتې وي، مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي د روپو په زور ټاكنو كښې برخه اخستل غواړي۔ د ووټ اخستو د پاكستان سياست تباہ كړے، پي ټي آئي به دا كلتور ختموي،سپيځلې ټاكني به باوري كولې شي۔د ګل په ورځ د سپريم كورټ په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئي?? د ??وټ اخستو او خرڅولو د پاكستان سياست تباہ كړے،د روپو په زور د اولسي نمائندګان نه شي جوړيدے۔ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې ټولنې څخه كرپشن ختم شي، پي پي پي د بھټو او د بے نظير نظريې پهخلاف كار كوي۔ وفاقي وزير ووئي?? د ??زيراعظم عمران خان په صورت پاكستا?? ته يو داسې ليډر ترلاسه شوے چا چې د پاك او سپيځلې سياست بنيا?? اېښودے ٬ د پي پي لارښود رضا رباني د بے نظير بھټو د ميثاق جمهوريت په ضد موقف خپل كړے او په ميثاق جمهوريت ئې عمل نه دے كړے۔