اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان د افغانستان امن٬ استحكام ٬ تعمير او ??رمختګ لپاره د خپل كردار ترسره كولو عزم لري۔ پاكستان د افغانستان تعمير او ??رمختګ اړوندو منصوبو لپاره د يو ارب امريكائي ډالره بېل كړي ۔ دا خبره هغه د افغانستان مسعود فاؤنډېشن چيئرمېن احمد ولي مسعود سره وكړه چا چې خارجه وزير سره د جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د افغان امن عمل په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د افغانستان امن كښې تر ټولو زيات خوښي لرونكے هېواد دے ځكه خو پاكستان افغانستان كښې امن راوستو له په اخلاص مصالحانه هڅې روانې ساتلي ۔ د پاكستان د مصالحانه هڅو په نتيجه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه مذاكرات كامياب شول او امن لوظنامه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل مونږ دا ګڼو چې افغانستان كښې امن ګردې منطقې له زيات ضروري دے۔ بین الافغان مذاکرات د افغانستان مسئلې بشپړ او ??ستقل سياسي حل له مهمه موقع ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل افغانستان كښې د تشدد پېښې زياتېدل د اندېښنې وړ دي?? افغانستان كښې د تشدد پېښو كښې كمي له او د روانې جنګ بندۍ له به ټولو ډلو له جدي هڅې كول وي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل ځينې بهرني قوتونه افغان امن عمل ناكامه كولو له متحرك دي او ??ه دغه عناصرو به خاص نظر ساتل وي۔ خارجه وزير ووئيل سولئيز ٬ سوكاله او ??ستحكم افغانستان لپاره به ټولو ډلو له هڅې كول وي۔ هغه ووئيل پاكستان د افغان كډوالو په عزت او ??قار سره خپل هېواد ته بېرته تلل غواړي۔ خارجه وزير د پلاوي غړي د پاكستان او افغانستان ترمينځه په اولس?? كچه رابطو ته ودې وركولو له د پورته كړو ګامونو نه خبر كړل۔ هغه ووئيل د زده كړو په څانګه كښې د افغان زده كوؤنكو مرستې له 6 زره سكالرشپس جاري كړې شوي۔ دغسې پاكستان د افغانستان تعمير او ??رمختګ سره اړوندو بېلو منصوبو لپاره يو ارب ډالره بېل كړي۔ دا ګامونه د پاكستان افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيكو عكاسي كوي