اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې پي ډي اېم دا??ې دا??ې ټولګې دې چې پكښې هر يو خپلې ګټې لپاره مخ په وړاندې روان دې٬هېواد لوټ كونكو سره هېڅ ډول ډيل نه شي كېدې۔مسلم ليګ(ن)خپل مشران بچ كولو لپاره فشار اچول غواړي خو د دوي مېچ وزيراعظم عمران خان سره دې۔د سېنېټ ټاكنې د او??ن بېلټ د لارې كولو پھ معامله كښې په سپيځلتيا خبرې روانې دي۔د دې مخالفت هغه خلك كوي كوم چې په ټاكنو كښې خرڅېدل او اخستل غواړي۔د دوي په پيسۍ ايمان دې٬دوي په پيسه سياست كړی٬د پيسې د لارې يې خلك اخستې دي خو پھ دې لړ كښې حكومت په اسمبلۍ كښې بل وړاندې كوي چې دغسې هغه خلك څرګند شي كوم چې پھ انتخابي عمل كښې سپيځلتيا نه غواړي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د سندس فا??نډې??ن د دورې پھ موقع دستورې ته په خپله وېنا او مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې دا د پاكستان تحريك انصاف دريځ دې چې د سنېټ په ټاكنو كښې دې سپيځلتيا راوستلې شي۔وزيراعظم هم د اوږدې مودې نه دا خبره كوي چې د سېنېټ ټاكنې دې سپيځلې كړې شي۔په دې لړ كښې د كال 2018م په ټاكنو كښې مونږ 20 غړ?? د ګوند نه ويستلې وو۔ده ووئيل چې يو خوا اپوزېشن وائي چې بايد د ټاكنو عمل سپيځلې وي او بل خوا يې په خپله مخالفت كوي۔دوي غواړي چې په منحوس طريقه اخستل او خرڅېدل روان وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د ډيوډ روز په معامله به د احتساب صلاحكار د قانوني نكاتو وضاحت كوي خو د اپوزې??ن دا عادت دې چې پھ خبره د پوهېدو نه وړاندې خواږه وېشي لكه څنګه چې د جے آئي ټي په رپورټ كښې هم شوي وو خو چې كله يې ترجمعه ولوستله نو بيا نادم وو۔په دې موقع د منو بهائ?? د سالګرې كيك هم پري كړی شو۔د دې نه پس وفاقي وزير په سندس فا??نډېشن كښې د تهليسيميا او د وينې پھ نورو رنځونو كښې اخته ماشومانو سره ملاقات وكړو او دوي ته يې ډالۍ وركړې