اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر په ري??وے روډ شمس كالوني كښې د سري نګر هائي وے د بنياد تيګه اېښودې ده ۔ د سړك جوړولو لپاره به اته ك??وړه 40 لكهه روپۍ بيلولې شي ۔ وفاقي وزير اسد عمر د زيارت په ورځ ري??وے روډ شمس كالوني كښې د سري نګر هائي وے يونين كونسل جھنګي سيداں روډ د بنياد تيګه اېښودې ده ۔ دستورې ته وينا كښې اسد عمر ووئيل تيرو حكومتونو پرمختيائي فنډز په غلط ډ??ل استعمال كړے ۔ پسمانده سيمې په بشپړه توګه نظر انداز كړې شوې وې او د خپلې خوښې سيمو له ئې جديد آسانۍ وركړي ۔ وفاقي وزير ووئيل د اته ك??وړه 40 لكهه روپو په لګښت سره د جوړيدونكې سړك لوږدوالې دوه نيم كلو ميټره دے او دا به د ډھوك سلمان سره سري نګر هائي وے سره تړلې شي ، ده ووئيل دا سړك به د روان كال تر آخر بشپړ شي ۔ وفاقي وزير اسد عمر د ري??وے وزير اعظم خان سواتي مننه كولو سره ووئيل د ري??وے وزارت په بشپړه مرسته نن په دې سړك كار پيل شوے