اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد ملاوټ او سمګل شو?? او د غېر معياري پټروليم مصنوعاتو په دهنده كښې ككړو عناصرو له د يوې اوونۍ مهلت وركولو سره خبردارے ور كړے چې حكومت به په دې لړ كښې ??خته كاروائي كوي۔ د شورو په ورځ سي ډي هيډ کوارټرز كښې ?? كرسمس كېك پرې كولو دستورې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په هداياتو نن د وړومبۍ سياسي پرېكړې اعلان كوم٬ داخله وزير په اووه ورځو كښې ?? سمګل شو?? پټروليم مصنوعاتو د پټرولم پمپونو څخه د ختمولو ډېډ لائن په وركولو كښې ووئيل په اليکټرانک او پرنټ ميډيا به كمپائن چلولے شي چې كه په اوو ورځو كښې ??ننه د سمګل شو?? پټروليم مصنوعاتو د خرڅ سلسله ختمه نه شو?? نوې داسې پټرولم پمپ به بندولے شي۔ داخله وزير ووئيل د سمګل شو?? پټرولو څخه هېواد ته د 7 بېليونه ډالرو زيان كرسي۔ دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير مسيحي ورورولۍ له د كرسمس مباركي وركړه، د مسيحي وروڼو ډېر قدر كوم٬ پوليس انتظاميې ته امر شوے چې د كليسو خيال وساتي او دوي له هر ډول سهولت وركړي دغسې چې د دوي د كرسمس خوشحالۍ ولمانځي۔ وفاقي وزير د كرونا په مهال د مسيحي ورورولۍ ?? خدمات هم ستائنه وكړه