پېښور۔25 اکتوبر(اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزير علي محمد خ??ن وئيلي دي چې د ذخيره اندوزۍ كوؤنكو او د څيزونو ګران خرڅونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د كمېشن او كرپشن دور ختم شوے دے۔ اولس دې د ګرانفروشۍ مخنيوي له انتظاميې سره مرسته وكړي۔ سستا بازارونه لګولو سره به د خپلې خوښې ګراني ختمه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د مردان ضلعې تخت بھائي كښې د سستا بازار پرانستې په موقعه راجوړې كړې شوې دس??ورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دس??وره كښې د مردان ډپټي كمشنر عابد خ??ن وزير ٬ اېډيشنل ډپټي كمشنر ??ېك محمد خ??ن ٬ اسسټنټ كمشنر انيله فهميم ٬ اسسټنټ كمشنر نور زلي خان او د سيمې مشرانو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ډپټي كمشنر سره د خوراك څښاك څيزونو بېلو سټالونه معائنه وكړه۔ دس??ورې ته خپل خطاب كښې علي محمد خ??ن ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په هدايت اولس ته په ارزان نرخ د خوراك څيزونو وركول باوري كولو له د تحصيل په كچه انصاف سستا بازار لګول عملي كړې شوي دي۔ مردان كښې به هم ډېر زر ددې ډول يو بازار پرانسته وكړې شي۔ وفاقی وزیر علی محمد خ??ن اولس ته ريليف او دوئي ته د خوراك څښاك څيزونه په سركاري نرخ وركول باوري كول له او د انصاف سستا بازار جوړولو له د ضلعي او تحصيل انتظاميه او د اړوندو محكمو ټي اېم اے تخت بھائي كاركردګي وستائله