اسلام آباد 09 اکتوبر(اے ??ی پی)د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او د پاكستان بېت المال اېم ډي عون عباس پبي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان سره په پیښور ??ښې ملاقات كړے۔د ملاقات مقصد د وزيراعظم سپارښتنې له مخې د پناه ګاه معيار ښه كولو سره سره د مستحقينو خذمت لپاره په ګرد هېواد ??ښې په يو ډول مربوط پالېسۍ باندې عملدرآمد باوري كول وو۔د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د پاكستان بېت المال د پناه ګاه په پروژه عملدرآمد كولو سره په پلازمينه اسلام آباد ??ښې د جوړو مركز??نو بحالۍ او ښكلا مرحلې كاميابۍ سره بشپړې شوي چرته چې مستحقو كسانو ته د دوه وخته ډوډۍ او په عزت سره شپی لپاره محفوظ چاپیرچل وركړے شوے۔د ملاقات په مهال د پاكستان بېت المال اېم ډي عون عباس د دې عزم څرګندونه وكړه چې د وزيراعظم سوچ له مخې په پناه ګاه ??ښې ټاكلے معيار دې باوري كړے شي۔ده ووئيل د هېواد د ټولو صوبو په لويو ښار??نو ??ښې د نوې پناه ګاه جوړولو هدف پوره كولو لپاره هر ممكن اقدامات روان دي۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د ملاقات په مهال خپل?? خبرو ??ښې ووئيل دې پروژوې څخه د غريبو او مجبوره كسانو په ژوند ګټور اثرات مرتب شوي او د دوي د ستونزې تر ډېره حده لرې كولو له مرسته ترلاسه شوې