اسلام آباد ۔ 13 جولائی (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير په شمول ګرده نړۍ كښې د جولائي په 13 مه نېټه 89 مه د كشمير شهيدانو ور?? په عقيدت او احترام سره لم??نځلې شوې ۔ قومي اسمبلۍ كښې د كشمير شهيدانو ت?? د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د دې ور??ې په مناسبت د صدر ، وزیراعظم، د پاك پوځ سرلښكر او د آزاد كشمير صدر او وزیراعظم په شمول د مهمو شخصياتو خاص پېغامونه نشر كړے شول۔ حريت لارښودو اسلام آباد كښې احتجاجي لاريون وكړو۔ 13 جولائي د كال 1931ء هغه ور?? وه كله چې 22 كشميريان ډوګرا ځواكونو په يوه پېښه كښې شهيدان كړي وو۔ دغه پېښه د لكھونو په شمېر خلقو په ذهنونو كښې د همت او قربانۍ د يو لوئې داستان په توګه اوس هم ژوندۍ ده۔ دا 22 كسان د ماسپخين لمونځ په وخت د بانګ وئيلو په مهال شهيدان كړے شوي وو۔ د بانګ په مهال ??و يو شهيد كولے شو او د بانګ تر ختمېدو 22 كسان شهيدان كړے شوي وو ۔ عبد القدير نومې يو ځوان د مهاراجه پوځيانو نيولے ؤ او د هغه په ضد ئې مقدمه جوړه كړې وه ۔ په 13 جولائي كال 1931ﺀ د مقدمې اورېدنې په ور?? د زرګونو په شمېر كشميريان د دې مقدمې كارروائي كتلو له زندان نه بهر راجمع شوي وو ۔