اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د ن??كارې وفاقي وزير محمد ميا سومرو په مشرې كښې د شورو په ورځ د ن??كارې كميسون غونډه وشوه. وفاقي وزير په اېكټو لسټ كښې د شاملو ادارو د ن??كارې په اړه مهمه غونډه رابللې ده . د ن??كارې كميسون لخوا جاري بيان له مخې په غونډه كښې د پاور پلانټس، فرسټ وېمن بېنك لمېټډ، جناح كنونشن سنټر، سروسز انټرنېشنل هوټل، پاكستان سټېل ملز او د نورو د ن??كارې په اړه د پرمختګ جاج اخستلے شوے. غونډې ته ووئيل شول د حويلو بهادر شاه او د بلوكي د ن??كارې په اړه د پروژې ډاكيومنټ د ترس??ه كېدو پړاٶ ته داخل شوي خو په اګست كښې د ټرېول اېډوائزري له مخې د هوائي سفر د اجازې ممكنه پرېكړې نه پس به د پاور پلانټس نجكاري ترسره شي. وفاقي وزير هدايت وكړو چې په ترجيحي لسټ كښې د شاملو ادارو د ن??كارې عمل بايد روان وي. د ن??كارې په اړه ټولې قانوني او انتظامي چارې دې زر ترس??ه كړے شي. ميا محمد سومرو ووئيل د پاور پلانټس او نورو ادارو په اړه د ن??كارې بورډ د غړو تجويزونه دې زر تر زره وغوښتلے شي. په دې موقع وفاقي وزير ته ووئيل شول د اېس اېم اي بېنك، فرسټ وېمن بېنك، جناح كنونشن سنټر او د لاهور د سروسز انټرنېشنل هوټل د ټرانزېكشن سټركچر د جولائي په پېل كښې منظوري امكان لري