اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ كښې د پاكستان او ?? درې, نړيوالو مالياتي ادارو ترمېنځه د 1500 مليونه ډالرو مالياتي لوظنامې لاسليك شوې ده . دا لوظنامې ورلډ بېنك، اېشين ډوېلپمنټ بېنك او ??ېشئين انفراسټركچر ډويلپمنټ بېنك سره شوي. د اېشين ډوېلپمنټ بېنك به د كووېډ 19 اېكټو رسپانس اېنډ اېكسپينډېچر سپورټ پروګرام لپاره د 500 مليونه ډالرو مالي مرسته كوي. د دې مقصد د پاكستان حكومت سره د روغتيا نظام قوي كولو او ?? كورونا وبا د سماجي او معاشي اثراتو كمي لپاره په هڅو ك??ې مرسته كول دي. دغسې اېشئين انفراسټركچر ډويلپمنټ بېنك به هم د كووېډ 19 اېكټو رسپانس اېنډ اېكسپينډېچر سپورټ پروګرام لپاره د 500 مليونه ډالرو مالي مرسته كوي. د دې مقصد د كورونا وبا په آغېز قابو موندلو لپاره د حكومت په هڅو ك??ې مرسته كول دي. د دې نه علاوه د انساني وسيلو پرمختګ لپاره د ضروري روغتيا او ??عليم نظام قوي كولو ، په معاشي پېداوار كښې د مېرمنو د كردار ډاډګېرنې او ?? سماجي تحفظ د پروژو بهترې لپاره سيكورنګ هيومن انويسټمنټس ټو فاسټر ټرانسفارمېشن ﴿شف﴾ لپاره د 500 مليونه ډالرو لوظنامه هم لاسليك شوې ده . د پاكستاني حكومت لخوا د اقتصادي چارو سېكرټري نور احمد ، د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر پچهاموتو اېلانګوان او ?? اېشين پرمختيائي بېنك لخوا كنټري ډائرېكټر مس شياٶ هونګ لوظنامې لاسليك كړې. دا روپۍ به په راتلونكو څو ورځو ك??ې پاكستان ته وركړے شي