اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري بولان او كېچ كښې په امنيتي ځواكوهنو د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښی په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل پېغام كښې ده د ترهګرو دې بزدلانه كارروائۍ كښې شهيدو شوو او ژوبل شوو ځوان??نو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه۔ ده وو??يل په امنيتي ځواكونو بريدونه د پاكستان د سلامتيا او خپلواكۍ په ضد يو ناوړه سازش دے۔ ده وو??يل د روژې مباركه مياشت كښې د ځوان??نو په شهادت خفه شوے يم۔ ټول قام غمجنيو كورنيو سره په دې غم كښې برابر شريك دے۔ ده وو??يل د شهيدو شوو ځوان??نو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده وو??يل امن دښمنه عناصر د خپلو ناوړو مقاصدو ترسره كولو له امنيتي ځواكونه په نښه كوي۔ ده وو??يل دښمن هېواد هند بلوچستان كښې د ترھګرۍ پېښو كښې ككړ دے۔ هند د افغانستان خاوره كارولو سره بلوچستان كښې نا امني خپروي۔ قاسم خان سوري وو??يل د دښمن دا ډول ناوړه كارروائۍ د پاك پوځ حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ ده وو??يل بلوچستان به د هندي سازشونو ښكار كېدو له نه وركوؤ۔ د هېواد دښمنه عناصرو او د دوي نګراني كوؤنكو په ضد به جنګ روان ساتلې شي۔