اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خا?? سوری هيواد څخه د کورونا وائرس ختمولو لپاره د وزیراعظم عمران خا?? په مشرۍ كښې د حکومت د اړخه پورته كړي اقدامات ستائلو سره وئيلي دي حکومت به اولس ، ډاکټرانو، قانون نافذ کوونكو ادارو او د ملګرو هيوادونو په اجتماعی هڅو د وباء په ضد جنګ كښې بريال?? كيږي، د وزیراعظم عمران خا?? په مخلصانه قیادت كښې حکومت د کورونا مخنيوي سره سره د هيواد غريب اولس له ریلیف وركولو لپاره كوټلې اقدامات کوي۔د ګل په ورځ پی ټی وی پ??وګ??ام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل بلوچستان حکومت د وفاقی حکومت په مرسته د دې وباء مخنيوي لپاره ګامونه پورته كوي او وزیراعظم عمران خا?? د صوبې وګړو له زيات ریلیف وركولو له چمتو دے۔ ده ووئيل ما پخپله هم د كوئټې ځينې سيمو دوره كړې او د ټائیګر فورس په مرسته مو غريب اولس له راشن او مالي مرسته وركړې۔ قاسم خا?? سوری ووئيل وزیراعظم عمران خا?? د کورونا صورتحال كښې د هيواد كمزورې طبقې لپاره فکر مند دے او دې لپاره هغه د ریلیف وركولو تاریخی پیکیج اعلان کړے۔ده ووئېل د مستحقو وګړو مالی مرسته كولو ته حكومت پام لرنه كوي او د احساس کیش ایمرجنسی پ??وګ??ام د لارې مستحقو كورنيو له سړي سر 12 زره روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل ټوله نړۍ د دې وباﺀ له امله معاشی چیلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئيل د صحت عمله كومه چې په دې وباﺀ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كوي هغوي ته سلام كوو او مونږ ټول به دې جنګ كښې په ګډه بريال?? كيږو