سيالكوټ 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپ??ون?? خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمان د بدعنوان عناصرو په په خاطر د مذهب كارډ كاروي٬ ګمراه ټولګۍ به د اولس په ګمراه كولو كښې پ??تې راځي٬ ??زيراعظم به د دوي نه لوټل شوې پېسه بازياب كوي او د قوم په پرمختګ به ئې خرڅ كوي٬ ??زيراعظم عمران خان د نړۍ تر ټولو مقبول لارښود دے۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په ډهلم غازي كښې د سوئي ګاز پرانستې دستورې ته په خپلې وېنا كښې وكړې۔ هغې ووئيل چې د وزيراعظم په مشرې كښې اولس ته د اسانيو وركولو عزم لرو۔ غريبانو د غلامې زنځي??ون?? ماتولو سره عمران خان ته رائې وركړې دي۔ هغې ووئيل چې د دې سيمې خلق د هېواد په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغې ووئيل چې د كاروبار اسانې موقعې وركول د وزيراعظم عمران خان وژن دے۔ د سي پېك پروژو سره د روزګار موقعې پېدا شي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د خپلې چين دورې په مهال د سي پېك اتهارټۍ له مخې ګڼ شمېر لوظنامې كړې دي چې پكښې د پاكستان ځوانانو لپاره د روزګار وركولو ضمانت وركړے شوے۔