اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د تركيې خپل همڅنګ ميولود چاوش اوغلو سره ټېلي تماس نيولې دے ۔ د ټېلي فوني تماس په مهال مقبوضه جم?? و ??شمير كښې د بشري حقونو په روانو سنګينو خلاف ورزيو٬ د منطقې ام?? او امان په ناوړه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ د خارجه دفتر وياند له مخئ شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان او تركيې ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ تاريخي٬ سماجي او كلتوري اړيكې موجود دي٬ د منطقې پحقله په مهمو چارو د دواړو هېوادونو په نقطه نظر كښې يو والې لرلې شي او په هر سخت وخت ئې د يو بل ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل هند په مقبوضه جم?? و ??شمير كښې د 5م اګست څخه پرله پسې كرفيو نافذ كړې چې په سوب ئې د لكهونو په شمېر د وګړو ژوند خطر سره مخ دے٬ صورتحال دومره اندېښمند دے چې د كرفيو له ام??ه د خوراك څښاك او داروګانو سخت كمې ر??غلې ۔ ده ووئېل د مقبوضه جم?? و ??شمير د بې ګناه مسلمانانو ملګرو ملتونو او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته سترګې نيولې ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د اسلامي نړۍ اتحاد لپاره د تركيې خدمات د ستائنې وړ دي٬ د مقبوضه جم?? و ??شمير د بې ګناه مسلمانانو حق لپاره په غږ پورته كولو د تركيې د اولس مشر مننه كوٶ۔ دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيزه مشاورت روان ساتلو او كشمير لپاره د او آئي سي د رابطه ګر??پ په غونډه كښې د ملاقات كولو خوښي ولرله