لاهور 02ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان به كله هم د كوم اړخ نه وړومبې بريد نه كوي٬د كشمير صورتحال كوم هم انسانيت نه شي زغملې٬په كشمير كښ?? چې څه كېږي كه دا د كوم بل مذهب منوونكو سره هم كېدلې نو بيا به مې هم غږ پورته كولو٬په هند كښ?? د هندو بالادستۍ سوچ لرونكو حكمراني ده٬كومه چې نه يوازې په هندوستان كښ?? اوسېدونكو اقليتونو لپاره بلكې نړۍ لپاره هم خطرې ده ٬بايد ټول د دې نظريې په ضد غږ پورته كړي٬اقتدار ته د راتللو نه پس مو هندي وزيراعظم مودي سره اړيكې ښې كولو لپاره قدم پورته كړے ؤ خو سره د هڅې مونږ ته داسې معلومه شوه چې هند د يو سپر پاور په توګه په مونږ د يو غريب هېواد غوندې شرائط لګوي ۔ دهخ ووئېل ٬سكهانو ته به په هوائي اډه د ويزې وركولو پشمول نورې آسانې وركولې شي٬د كرتارپور لارې پرانستل په سكهانو كوم احسان نه دے٬دا د دوي مقدس مقام دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ انټرنېشنل سكھ كنونشن ته د خپلې وېنا په مهال وكړی۔وزيراعظم عمران خان سكهانو ته باور وركړو چې دوي ته به ملټي پل ويزې وركولې شي٬مونږ اقتدار ته راتلو سره د ويزې نه ځان بدل كړو٬هڅه به كوو چې سكهانو ته په هوائي اډه ويزه وركړی شي۔هندوستان ته تلونكو او راتلونكو لپاره به ملټي پل ويزه جاري كولې شي۔ده ووئيل چې دلته يو سكھ لارښود سرجيت سنګه ووئيل چې بايد نفرتونه ختم كړی شي٬زه هغه پاكستانې يم چې مور او پلار مو په غلام هېواد كښ?? زېږېدلې وو او مونږ وړومبې نسل وو چې په يو آزاد هېواد پاكستان كښ?? پېدا شو٬كله چې مو پھ لاهور كښ?? زده كړی كولې نو هغه به وخت به مو د تقسيم د وخت د ظلم قيصې اورېدلې خو زه چې په وړومبي ځل كركټ لپاره هندوستان ته لاړم نو هندوستان مختلف وو څنګه چې زمونږ هركلے وكړې شو مونږ ته عزت او مينه راكړی شوه په دې مونږ حېران وو٬د هندوستان په اړه مو ګڼل چې دا يو دښمن هېواد دې خو مونږ عزت تر??اس?? كړو٬هلته زما يو شمېر دوستان جوړ شول او اوس مې هم يو شمېر دوستان موجود دي چې كله وزيراعظم جوړ شوم نو اول هڅه مو هندوستان سره اړيكې ښه كول وو۔دې لپاره مونږ هندوستان ته وړاندېز وكړو چې كه هغه يو قدم راشي نو مونږ به دوه قدمه مخ په وړاندې ورشو۔وزيراعظم مودي ته مو ټېليفون وكړو چې دواړه هېوادونه غربت٬بې روزګارۍ او د ماحولياتي بدلون پشان يو شان چېلنجونو سره مخ دي٬د ماحولياتي بدلون له امله ګليئشيرز ويلې كېږي٬دې سره به په دريابونو كښ?? اوبه كمې شي۔مودي ته مې ووئيل چې د 72 كلونو نه د پاكستان او هندوستان ترمينځه د كشمير يوه شخړه ده مونږ يې پھ مذاكراتو حل كولې شو۔وزيراعظم ووئيل چې د څومره د اړيكو ښه كولو هڅې وكړی د هند د رويې نه داسې معلومېده لكه چې يو سپر پاور په يو غريب هېواد شرائط لګوي كوم چې مونږ لپاره د حېرانتيا وړ وو۔وزيراعظم ووئيل چې جنګ د مسئلې حل زموڼږ په ذهن كښ?? نشته څوك چې هم دا وائي چې په جنګ مسئله حل كړئ يا دې حل شي معلومېږي داسې چې هغه د تاريخ مطالعه نه ده كړی۔تر ننه په جنګ كښ?? چې چا هم ګټھ كړی هغه په يو شمېر مېدانونو ماتې خو??لې ځكه چې د جنګ نه پس بېرته په ودرېدو كښ?? څو كاله لږي۔وزيراظم ووئيل چې د بي جي پي حكومت په هغه نظريه روان دې پھ كومه چې پاكستان جوړ شوې وو٬قائداعظم د هندو مسلم اتحاد سفير وو د هغه په ذهن كښ?? هم نه وه خو چې كله هغه ته د هندو راج د نظريې پته ولګېده نو بيا يې د پاكستان خبره وكړه۔قائداعظم څو ځله مسلمانانو ته ووئيل چې د انګريزانو نه د آزادۍ نه پس د مسلمانانو لپاره جلا وطن نه وي نو بيا به د هندو پھ غلامۍ كښ?? ژوند تېرول وي۔نن په هندوستان كښ?? آر اېس اېس د غوا او غوښې خو??ونكو يا د غوا كاروبار كونكو سره چې څه كوي د هندو پشمول يو مذهب يې هم اجازه نه وركوي۔وزيراعظم ووئيل چې انساني ټولنې په انصاف او انسانيت ولاړې وي۔كه په انساني ټولنه كښ?? دا دواړه څيزونه نه وي نو بيا دا ټولنه د ځناورو نه هم بدتره ده۔وزيراعظم ووئيل چې د تېرو 29 ورځو نه په مقبوضه كشمير كښ?? كرفيو ده۔د 80 لكو نه زيات خلك په كورونو كښ?? بند دي رنځورانو لپاره داروګان نشته٬كه په چا كښ?? رحم وي نو هغه انسانانو سره داسې سلوك نه شي كولې٬كوم مذهب د داسې كولو اجازه نشي وركولې۔وزيراعظم ووئيل چې زمونږ ر??٬ رب العالمين ??و رسول رحمت اللعالمين ??ې۔كه كوم مسلمان په بل چا ظلم كوي نو دا زموڼږ د دين ??لاف ورزي كوي٬ټول اقليتونه برابر حقوق لري٬قائداعظم په خپله وېنا كښ?? هم دا په ګوته كړي۔ده ووئيل چې زمونږ قرآن وائي چې پھ دين كښ?? هېڅ جبر نشته٬ايمان انسان لپاره تر ټولو لويې نعمت دې ځكه پھ دې كښ?? زور نشته٬مونږ ټول انسانان برابر ګڼو٬كه مسلمان په كوم مذهب لرونكي ظلم كوي نو دا زمونږ د دين ??لاف دې۔وزيراعظم ووئيل چې نن آر اېس اېس چې څنګه هندوستان ته وړل كېږي٬د هندوستان خلك به ډېر زر پوهه شي چې د دوي ځاې نشت۔20 كروړه مسلمانان په هندوستان كښ?? په يره كښ?? ژوند تېروي۔عيسايانو سره هم داسې سلوك كولې شي كه مخه يې ونه نيولې شي نو سكهان به هم دې سره مخ شي۔د آر اېس اېس مشرانو مو كه ولوستل نو معلومه به شي د دوي نظريه د هندو راج وه۔د دې زيات خطر د هندوستان خلكو ته دې۔كه څوك چرته احتجاج كوي نو د آر اېس اېس خلك هلته ورسي٬مونږ ټولو ته به د دې نظريې په ضد غږ پورته كول وي٬ټولې نړۍ ته د دې نه خطر دې۔وزيراعظم ووئيل چې په كرتار پور لاره پرانستلو د مننه كولو كومه خبره نشت٬كرتار پور او ننكانه زمونږ د مكې او مدينې پشان سكهانو لپاره مقدس ځايونه دي٬مونږ سوچ هم نه شو كولې چې څوك جې مكې او مدينې لپاره زمونږ مخه ونيسي٬سكهانو لپاره آسانې پېدا كول په مونږ فرض وو٬مونږ په مذهبي ځايونو سكهانو ته آسانې وركوو۔وزيراعظم ووئيل چې د بابار ګورو نانك د زېږون 550مه ورځ به سكھ وروڼو سره په ګډه په بشپړه توګه لمانځو