اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د اګست په اتلسمه نېټھ دې هر يو پاكستانې د لږ نه لږ يو بوټې نال كړي٬د راتلونكو څلورو كلونو په مهال به د لس اربه ا??نو نالولو پروژه ترسره كوو٬په خېبرپښتونخوا كښې د يو ارب اونو نالولو اعتراف نړۍ هم كړې٬كه ا??نې نال نه كړو نو تودخه ا?? خيرنوالې به لا زيات شي٬بارانونونه به لږ شي٬ګليشيئرز به ويلي شي او په ماحوليات به منفي آغېز اوشي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په شكړپړياں كښې د اونو نالولو د كمپائن په لړ كښې يوې دستورې ته ??كړ??۔وزيراعظم عمران خان پھ دې موقع د بوټي په نالولو سره د اونو د نالولو د كمپائن پرانسته وكړه۔په دې موقع د وزيراعظم د ماحوليات صلاحكار ملك ا??ين اسلم او دوهمه وزيره زرتاج ګل هم موجود وه۔وزيراعظم ووئيل په كوم منظم ډول چې ټولو صوبو سره په ګډه پھ هېواد كښې د اونو نالولو كمپائن پیل كړی شوې په دې مباركي وركوم۔ده ووئيل د راتلونكو څلورو كلونو په مهال به د لس اربه ا??نو نالولو پروژه ترسره كړې شي۔ده ووئيل نن پاكستان پھ داسې مقام ولاړ دے چرته چې مونږ د دې نه يو داسې هېواد جوړولې شو كوم به چې نړۍ لپاره مثال وي۔ وزيراعظم ووئيل د اونو نالولو د لارې مونږ په هغه هېوادونو كښې شاملېدې شو كومو چې خپل هېوادونه شنه ا?? سپرلي خېزه ساتلې۔وزيراعظم ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې زمونږ حكومت جې د اونو نالولو لپاره كوم كردار ترسره كړی نړۍ يې اعتراف كوي۔په پنځو كلونو كښې يو ارب اونې نالول ډېره لويه كارنامه ده۔ ده ووئېل په دې لړ كښې د شك پیدا كولو هڅې هم كړې شوې خو نړۍ اومنله چې يو ارب اونې نالول سره د ځنګلات زمكه مونږ 6 نيم فيصده زياته كړې او مونږ دا كار په ډېر كم لګښت كړی۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې ټمبر مافيا ډېره قوي وه٬دوي به سياستدانانو سره په ګډه ا??نې وهلې خو مونږ يې مقابله وكړه۔د ځنګلاتو د محكمې ګڼ شمېر ځوانان دوي سره په مقابله كښې شهيدان شوي هم دي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل اوس مونږ ته په ټول پاكستان كښې اونې بوټي نالولو دي٬په دې پروګرام كښې به ځوانانو ته خپل كردار ترسره كول وي٬ كه ا??نې نال نه كړو نو تودخه ا?? ناولتيا به لا سوا شي٬بارانونونه به كم شي٬ګليشيئرز به ويلي شي او په ماحولياتو به منفي آغېز اوشي۔ده ووئيل وړاندې به پشكال كښې ډېرې اونې نالولې شوې ٬ ده ووئېل هر يو پاكستان دې په دې پروژه كښې ګډون وكړي او د اګست په اتلسمه نېټه دې كم نه كم دوه بوټي نال كړي۔وزيراعظم په دې موقع په دستوره كښې ګډون كوونكو ماشومانو او ځوانانو ته ووئيل تاسو لاسونه دې پورته كړي چې آيا تاسو داسې كولو لپاره تيار دئې ٬ټولو لاسونه پورته كړل او د وزيراعظم تائيد يې وكړو۔دستورې ته د وزيراعظم د ماحوليات صلاحكار ملك ا??ين اسلم وېنا وكړه ا?? وې وئېل په هېواد كښې لس اربه ا??نې نالول د وزيراعظم خوب دے او مونږ به يې تر سره كوو۔ده ووئيل د هېواد 50 فيصده زمكه داسې ده چرته چې اونې نالېدې شي۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې به په سل ايكړه زمكه ځنګل جوړولې شي او وګړو ته به هم دوه لكه بوټي وركولې شي