اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د اسلام آباد په نړيوال هوائي م??دا?? د “روډ ټو مكه” منصوبې رسمي پرانسته كړې او د قامي ايئر لائن د لارې حجاز مقدس لپاره روانېدونكو حاجيانو ته ئې په مخه ښه ووئيل۔ په دې لړ كښې د جمعې په ورځ په د اسلام آباد په نوي نړيوال هوائي م??دا?? خاص دستوره وشوه چې پكښې د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د مذهبي چارو وزير ډاکټر نور الحق قادري، محمد ارباب شه??اد، پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي٬ د سعودي د حج و عمره نائب وزير سيد ??سې?? الشريف ، د سعودي عرب د امېګرېشن ډائرېکټر جنرل جنرال سليمان عبدالعزيز السليمي او نورو لوړ پوړي هم موجود وٶ۔ په هوائي م??دا?? وزيراعظم ته د مذهبي چارو سېكتر ميا مشتاق د روډ ټو مكه منصوبې پحقله بريف??ګ وركړو او د منصوبې د خدوخال نه ئې خبر كړو٬ د دې پائلټ منصوبې له مخې به د پاكستان حج كوٶنكي د اسلام آباد نه د روانېدو په وخت د امېګرېشن او نورې اړوندې آسانۍ ترلاسه وي۔ وزيراعظم عمران خان په فيته پرې كولو د روډ ټو مكه مصوبې باقاعده پرانسته وكړه د يادونې وړ ده وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شه??اده محمد بن سلمان ته د پاکستان دورې په مهال د پاكستانيحج كوٶنكو آسانيو لپاره خواست كړې ٶ په ھغې پاكستان په ”روډ ټو مکه” پروګرام كښې شامل كړې شوې چې پكښې انډونيزيا او د ماليزيا هم شامل دي۔ سږ كال په اسلام آباد ايئر پورټ 22 زره او راتلونكي كال لاهور ،پېښور ،کوئټه ،کراچي په هوائي م??دا??ونو هم حج كوٶنكو له امېګرېشن متوقع دے۔ بلخوا په د اسلام آباد په نوي هوائي م??دا?? حج لپاره حجاز مقدس ته روانېدونكو حج كوونكو د پاكستان په “روډ ټو مکه” منصوبه د حكومت د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره حج كوٶنكو لپاره ډېري آسانۍ راپېدا شوې ۔ دوې په دې اقدام د وزيراعظم عمران خان مننه هم وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې د دې منصوبې دائره كار به راتلونكې كال تر نورو سيمو هم پراخه كړې