اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علو?? وئيلي دي د بشري وسائلو پرمختګ او د هېواد په اقتصادي نمو كښې پوهنتونونه مه?? كردار لري٬ دوي له ??در??س سره سره د زده كوٶنكو كردار سازۍ ته هم پاملرنه پكار د??۔ اولس مشر دا خبرې د انټرنېشنل اسلامي پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاکټر معصوم یاسین زئۍ سره كړې چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې دوي ته پرېذنېټېشن وركولو۔ ده ووئيل څلورم صنعتي انقلاب د نوې ټېكنالوجۍ د بدلون يو طاقت ور محرك دے خو د ټېكنالوجۍ د پرمختګ ??قا??و له مخې تعليمي ادارو څخه نوې تصورات او اقدامات رامخې ته كول پكار دي۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو چې د تحقيق او پرمختګ سره پاكستان د ټېكنالوجۍ په لحاظ د پرمختللې هېوادونو په صف كښې شاملېدې شي٬ په دې لړ كښې د رامخې ته ټېكنالوجيۍ د تجارتي استعمال لپاره كار كولو ته اړتيا ده ۔ اولس مشر ??در??سي تحقيق او د اولسي پاليسو جوړولو عمل ترمېنځه د تعلق جوړولو په اهميت هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل تعليم ته د اولس رسنې لپاره د فاصلاتي ??در??سي پروګرامونو څخه هم زياته مرسته اخستې كېدې شي۔ په دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تعليم پوهانو ته د هر ډول ممكنه معاونت وركولو باور وركړ