اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وز??ر شاه محمود قرېشي د پولينډ خا??جه وز??ر ياسك چاپوويچ سره ټېليفوني تماس نيولې دے ۔د ګل په ورځ د خا??جه وزارت لخوا جاري بيان له مخې د ټېليفوني تماس په مهال خا??جه وز??ر شاه محمود قرېشي خپل هم څنګ ته د پلوامه پېښې نه پس په سوئېلي آسيا كښې د پیدا شوي امن او امان صورتحال څخه خبرولو كښې ووئېل د هند لخوا د دړكو كولو باوجود د هند څخه شواهد غوښتې شوي او د پلوامه پیښې پلټنو له د بشپړه مرستې باور وركړې شوې ۔پاكستان په منطقه كښې د امن او استحكام خوښي لري۔مخدوم شاه محمود قرېشي پولش خا??جه وز??ر ته خواست وكړو چې پولينډ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په توګه په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره خپل كردار تر سره كړي۔ دغسې دواړه خا??جه وز??ران د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې د مرستې د ودې د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو ته سلا شول ۔د خبرو اترو په مهال دواړو خا??جه وز??رانو د پاكستان او پولينډ ترمينځه د مشاورت دوامداره ساتلو پرېكړه هم وكړه