اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پ??) تهر انرجي لمېټډ د كوئلې څخه د 330 مېګاواټه برېښنا پېدا كولو د پروژې پېل كولو اعلان و??ړو۔ د توان وزارت ذريعو له مخې په دې لړ كښې د چين او پاكستان د اقتصادي لارې د مرستې شريكې كمېټې په اوسنې غونډه كښې مالي مرستې لپاره لوظنامه لاسليك شوې۔ دا پرو??ه به فوجي فرټيلائزر كمپني لمېټډ خپلو نورو شراكتدارو سره په ګډه ترسره كوي۔ تهر انرجي لمېټډ 330 مېګاواټه برېښنا پېد كولو لپاره جوړ كړے شوے چې پكښې به د تهر كول بلاك ټو كوئله كارولې شي۔ په تهر انرجي كښې د فوجي فرټيلائزر ب??خه 30 فيصده٬ د حبكو 60 فيصده او د سي اېم اي سي ټېل پاور انوېسټمنټ برخه 10 فيصد ده۔ امكان دے چې دا پرو??ه به د كال 2021م تر نيمائي پېداوار پېل كړي۔