اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې حكومت د پاكستان سټيل ملز٬ پي آئي اے او د پاكستان رېلوے پشان د سترات??ژي??ي اهميت لرونكو سركاري ادارو د نجكارې كوم پل??ن نه لري خو د غېر سترات??ژي??ي اهميت ادارو نجكاري به كولې شي۔ د خالي په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكستان سټېل ملز په هغو پروژو كښې شامل دي كوم چې په هېواد كښې د خام اوسپنې او كوئلې په پراخا موجودګې كښې ډېر ستراتېژيكي اهميت لري۔ ده ووئيل چې حكومت د پاكستان سټېل ملز ??نتظاميې ته ملز پوره صلاحيت سره د چلولو په غرض جامع پل??ن وړ??ندې كولو لپاره د 45 ورځو وخت وركړے۔ د تېر وخت دوه حكومتونو د پروژې فزېبلټي سټډي كړې وه٬ يوه سټډي د روسيې او بله د چين څخه شوې او دواړو پروژه د عمل وړ او ګټوره ګرځولې وه۔ د پي آئي اے په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې اسد عمر ووئيل چې په دې وروستيو كښې حكومت د ائرلائن بزنس چلولو لپاره د 23 اربه روپو بېل آؤټ پېكج منظوري وركړې وه خو دا مستقل حل نه دے۔