اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېرو حكومتونو كښې د مېډيا جمع شوو بقاياجات وركولو لپاره لائحه جوړولې شي٬ د ډېموكراسۍ په وده ٬ګډ ګورننس٬سپيځلتيا او ميرټ باوري كولو سره د اولس په خبرولو كښې مېډيا مركزي كردار لري٬په دې لړ كښې به حكومت د مېډيا بشپړه مرسته كوي٬پنجاب كښې په ا??سنو ضمني ټاكنو كښې هېڅ قسم لاس وهنه نه ده كړی شوې٬مونږ جمهوريت خوښي خلق يو٬سخت وخت دې تېر به شي او دا هېواد به زر پرمختګ وك??ي٬ ۔ ده د نهې پھ ورځ د آل پاكستان نيوز پيپرز سوسائټي پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې كولې۔پھ دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حس??ن٬مېډيا لپاره خاص صلاحكار افتخار دراني٬سناتور فېصل جاوېد او د اطلاعات سېكتر شفقت جليل هم موجود ؤ ۔د اے پي اېن اېس پلاوي وزيراعظم ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔پلاوي وزيراعظم د ورځپاڼو صنعت ته د ورمخې ته شوو مسئلو څخه خبر كړو۔پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل په تېرو دورونو كښې د مېډيا جمع شوو بقاياجات وركولو لپاره لائحه جوړولې شي٬جمهوريت ته وده٬ګډ ګورننس٬سپيځلتيا او ميرټ باوري كولو سره د اولس خبرولو كښې مېډيا مركزي كردار لري٬په دې لړ كښې به د حكومت لخوا مېډيا سره بشپړه مرسته كولې شي۔ده ووئېل د تحريك انصاف نظريه ا??لس ته رسولو او كاميابولو كښې مېډيا مهم كردار لري٬كه مېډيا نه وه نو نن به زه دلته نه ووم ناست ٬مونږ به د مېډيا بشپړه مرسته كوو۔وزيراعظم ووئيل تحريك انصاف د 22 كلونو پرله پسې هلو ځلو كولو نه پس دې مقام ته رارسېدلې او د اولس پھ مرسته ا?? د خپلو سياسي هڅو كولو په سوب يې اقتدار ترلاسه كړی