اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د كال 2018م په ټولټاكنو كښ?? په بشپړه ګډون كولو د قام د جذبې ستائنه كړې او وئيلي ئې دي په كوئټه كښې د ترهګرې د دړدېدونكې پېښې سره هم قام انتخابي عمل كاميابولو سره ثابته كړې چې د هېواد ا?? قام سباؤن جهموري عمل سره تړلې دے۔ د زيارت په ورځ د ا??وان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر د هېواد په هر ګوټ كښې انتخابي عمل كاميابولو لپاره د ټاكنو كميسون٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو غړو او عملې ته هم شاباشې وركړې او وې وئيل د ګټې او تاوان نه پرته د انتخابي عمل سپېځلتيا او د قوم اطمينان ضروري دے۔ دې لپاره ض??وري ده چې د قامي سياسي ګوندونو او د ا??تخابي كانديدانو اطمينان باوري كړې شي۔ په دې لړ كښې دې د پاكستان د ټاكنو كميسون او ټولې اړوندې ادارې خپلې ذمه وارې تر سره كړي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چ?? په انتخابي عمل كښې كامياب شوي سياسي قوتو??ه به د ډله ايزو مفاداتو نه پرته خپله كاميابي د هېواد ا?? قوم د پرمختګ ذريعه جوړه كړي