اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) پاکستان د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود خالد خراساني نامه د ترهګرو په لسټ ??ښې په نه شاملولو د ملګرو ملتونو په پرېكړه د مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي دې سره د نړيوالې ادارې دوه مخيز معيار په ډاګه شوے ٬ د ملګرو ملتونو پرېكړه د ترهګرۍ په ضد جنګ ??ښې د پاكستان د قربانيو نفي ده٬ ملګرو ملتونو ??ښې به د خالد خراساني معامله بيا پورته كوٶ٬ نړيواله ورورولي دي د كشمير كشالې سپېځلې هواري له خپل كردار ترسره كړي٬ د خپلواكۍ حق جائزو هلو ځلو له به د كشميريانو ملاتړ دوامداره ساتو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د خبرلانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو په سېكيورټي كونسل ??ښې د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود عمر خالد خراساني نامه د ترهګرو په فهرست ??ښې په نه شاملولو مايوسه شوې يو٬د د ترهګرۍ په ضد جنګ ??ښې د پاكستان د قربانيو نفي شوې ۔ وياند ووئيل د لغوه ډلې د ترهګرو لاسونه د بې ګناه پاكستانيانو په وينو رنګ دي۔ وياند ووئيل پرېكړې څخه د نړيوالې ادارې دوه مخيز معيار په ډاګه شوې او د ترهګرۍ په ضد جنګ ??ښې زمونږ د قربانيو نفي شوې۔ د كشمير پحقله وياند ووئيل د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي٬ هند كله هم د كشميريانو حوصلې له ماتې نشي وركولې٬ د كشمير كشاله د كشميريانو د خپلواكۍ حق سره هوارېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د كشمير پشمول په ټولو تصفيه طلب معاملو خبرو اترو له چمتو دے۔ وياند په نړيوالې ورورولې ټېنګار وكړو چې ھغويې كشميري اولس سره لوظونه عملي كولو سره د كشمير د اوږدې مودې شخړه هوارولو ??ښې خپل كردار ترسره كړي۔ وياند ووئيل د مئي په 6مه نيټه ډهاكه ??ښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په كنفرنس ??ښې په متفقه توګه د شخړيز كشمير كشالې پحقله 5 قراردادونه منظور كړې شول٬ قراردادونه د جمو او كشمير په شخړه٬ د پاك هند سوله ايزو خبرو اترو٬ هند ??ښې د مذهبي ځايونو په تحفظ٬ د او آئي سي غېر جانبداره هيومن رائټس كمېشن په جوړولو او شخړيزو سيمو يا هېواد ??ښې د او آئي سي او د مسلم كميونټي ترمېنځه اقتصادي مرستې پشمول وو۔ د پي ټي اېم پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل نړۍ ??ښې چرته هم كډوالو ته د سياسي هلو ځلو اجازه نه وي٬ په پاکستان ??ښې هم دغه قانون لاګو دے۔ د پاك امريكې اړيكو پحقله وياند ووئيل روسيې سره زمونږ ا??يك?? په ښه كېدو دي خو امريكې او ناټو سره هم زمونږ ا??يك?? ښې دي۔ وياند ووئيل امريكې سره په ټولو موضوعاتو خبرې روانې دي۔ د هند په او آئي سي ??ښې د مبصر په حېث د شاملېدو تجويز پحقله وياند ووئيل دا معامله كله هم د او آئي سي په اېجنډا شامل نه وه ۔