سانیاډ (چین) 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سيمه ايزې رابطې٬ آزاد تجارت او پراخا اقتصادي پرمختګ د زغم او دوستې زياتولو ??ره د انتهاخوښې مخ نيوي لپاره مهم ګرځولو ??ره وئيلي دي د اسيا پېړې د سهار نمر څيره وهونكے دے٬ په منطقه كښې د صلاحيتونو ??خه د استفادې كولو ??و د كوټلو هڅو د لارې د امن٬ پرمختګ او خوشحالې شريك مقاصد ترلاسه كېدې شي٬ په اوسني تاريخ كښې د پاكستان او د چين د اړيكو كوم مثال نه موندلې كېږي ٬ مونږ په هر لحاظ قوي ورونړه يو٬ په منطقه كښې زمونږ دوستي د تزويراتي استحكام علامت دے۔ ده دا خبرې د چين په هينان ولايت كښې د اسيا د باؤ اقتصادي فورم پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د پراخا روابطو د لارې د امن او خوشحالې نوې دور پېل كولو لپاره چين سره همكاري كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لارې د بېلټ اېنډ روډ اقدام فلېګ شپ پروژه ده او دې به ??وئې نتيجې راوځي۔ وزيراعظم دا د پراخا٬ مربوطو او د ګڼ اړخيزه پرمخ??ګ غوره مثال ګرځولو ??ره ووئيل د دې ??خه به ??ولې ډلې استفاده وكړې شي او د دغې لارې په جنوب كښې په ژور سمندر كښې د ګوادر بندرځائ پرمختګ په تندې سره روان دے۔ د دې ترسره كېدو سره به ??ه يوازې دا د راهدارې او د وړلو ??اوړلو مركز ثابت شي بلكې اقتصادي مركز به ??م جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لار به ??وېديز چين٬ مېنځنې او سوئيلي اسيا او مېنځني ختيز لپاره اسانه رسنه وركړي۔ ده ووئيل د نړۍ د آبادې اكثريت ٬ زياتې قدرتي وسيلې لرونكې او تجارت لپاره د ښه چاپېرچل په سبب اسيا اقتصادي نظام لپاره ځانګړې حيثيت ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل باؤ فورم د اسيا په اړه نړيوال اقتصادي نظام وضع كولو ??و په نړۍ كښې خپل مقام جوړولو په اړه د ځانګړي پلېټ فارم په توګه رامخې ته شوے۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2017م كښې د نړۍ په دريو كښې يوه برخه اقتصادي نمو په اسيا بحرالكا??ل منطقه كښې راغلې چې پكښې زياتره برخه د چين ده۔ وزيراعظم د ښه ژوند شريكو هيلو لپاره نوې جذبې او عزم سره په مربوطو هڅو كولو ??ور راوړو چې پكښې اصلاحات٬ د سيمه ايزو ادارو استحكام٬ شريك روابط زياتول٬ د ټېكنالوجې ??خه استفاده كول او په انساني وسيلو ??رمايه كاري كول شامل دي۔ پرمختګ او سلامتيا لازم و ملزوم ګرځولو ??ره وزيراعظم ووئيل آزاد تجارت او د شراكتي جدت ثمرات سره مونږ برداشت او دوستې ته وده وركولې شو او داسې به انتهاخوښې لپاره ګنجائش هم نه وي۔ ده ووئيل د چين٬ پاكستان او افغانستان د درې كسيزه فريم ورك مقاصد هم دا مقاصد ترلاسه كول دي۔