کامرہ 02 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې هېواد ته د پېښو چېلنجونو د خود انحصارۍ ترلاسه كولو د لارې مقابله كېدې شي٬ د پاكستان حكومت په وژن 2025 كښ?? په علم اډانه معيشت ته مهم مقام وركړے دے٬ حكومت بهترين افرادي قوت ترلاسه كولو لپاره د تعليم په څانګه كښ?? زياته سرمايه كاري كړې ده ٬ فنډز وركول زمونږ ذمه واري ده خو زه باور لرم چې زده كوٶنكو ته غوره تعليم وركولو كښ?? به استاذان هم خپل كردار لوبوي٬ د قامي او نړيوال اېوي اېشن انډسټرۍ همكارۍ سره به زمونږ ټېكنالوجيكل بنياد لا مسحتكم شي۔ ده دا خبرې په نوې جوړ كړې شوې اېوي اېشن سټي كامره كښ?? د ائېر پوهنتون ائېرو سپېس اېنډ ايوي اېشن كېمپس د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته د وينا كولو په مهال وكړې چې پكښې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې موقع د پاك فضائيه مشر ائېر چیف مارشل سهېل امان سره سره وفاقي وزيرانو٬ اعلٰې ٬ دفاعي او د سول چارواكو نه ??لاوه د بېلا بېلو تعليمي ادارو مشرانو هم ګډون وكړو۔ وزیراعظم د پوهنتون د بنياد تيګه كېښوده او د تختۍ مخ كتنه ??ې هم وكړه ۔ په دې مباركه موقع د پاك فضائيه مشر سره په ګډه وزيراعظم په كامره كښ?? د دې شاندار ادارې پرمختګ لپاره دعا وكړه كومه چې د پاك فضائيه په تاريخ كښ?? د يو ځلانده باب اضافه ده۔ دستورې ته خپلې وېنا كښ?? وزیراعظم د هوا بازۍ صنعت او د لوړو زده كړو په مېدان كښ?? د پاك فضائيه د قدر وړ په خدماتو او د پاك فضائيه د مشر ائېر چیف مارشل سهېل امان د خلوص نه ?? ډكو هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې د دا ډول هلو ځلو د لارې به مونږ د خود انحصارۍ منزل ته په رسېدو كښ?? كامياب شو۔ وزيراعظم ووئيل هېواد ته د پېښو چېلنجونو د خود انحصارۍ ترلاسه كولو د لارې مقابله كېدې شي كومې لپاره چې پوهه افرادي قوت ته اړتيا وي دې لپاره پرمختللې هېوادونه ??عليم او په افرادي قوت زور راوړي۔ وزیراعظم ووئيل په دې تناظر كښ?? د پاكستان حكومت په وژن 2025 كښ?? په علم اډانه معيشت ته مهم مقام وركړې ٬ حكومت بهترين افرادي قوت ترلاسه كولو لپاره د تعليم په څانګه كښ?? زياته سرمايه كاري كړې۔ ده ووئيل فنډز وركول زمونږ ذمه واري ده خو زه باور لرم چې زده كوٶنكو ته غوره تعليم وركولو كښ?? به استاذان هم خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل كامره كښ?? د ائېرو سپېس اېنډ ايوي اېشن كېمپس جوړېدل يو مهم پېشرفت دے چې اهميت به ئې نه يوازې په ملكي بلكې په نړيواله كچه هم په نظر راشي۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې د قامي او نړيوال اېوي اېشن انډسټرۍ همكارۍ سره به زمونږ ټېكنالوجيكل بنياد لا مسحتكم شي ٬ زه باور لرم چې د هېواد په كچه به د جديد اېوي اېشن مصنوعاتو تيارے سره به زمونږ قامي ضرورتونه هم ترسره شي او زمونږ معيشت به هم مستحكم شي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د حكومت لخوا اېوي اېشن سټي كښ?? د هر ډول مرستې باور وركولو سره ووئيل اېوي اېشن سټي د پاك فضائيه يو داسې تاريخي اقدام دے چې پكښې به بېلا بېل جديد او بهترين تعليمي ادارې او تحقيقي ادارې وي كومې چې به د اېوي اېشن صنعت كښ?? د خود كفالت منزل په ترلاسه كولو كښ?? مرستياله وګرځي۔ وزيراعظم ووئيل د دې منصوبې مهم مركز به ائېر پوهنتون او ائېرو سپېس اېنډ اېوي اېشن كېمپس وي كوم چې به د نړيوال اېوي اېشن پوهنتونونو د معيار له مخې جوړه كړې شي چې به د مېنټنس٬ ايونكس او سېمولېټر غوندې د جديد آساينو نه لېس وي٬ د دې ايوي اېشن سټي يو مهمه برخه ايوي اېشن ريسرچ اېنډ انډېجينائزېشن اېنډ ډوېلپمنټ انسټيټيوت دے كوم چې به د جديد ټېكنالوجۍ په بېلا بېلو څانګو كښ?? د تحقيق كار كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې د سرټيفيكېشن اېجنسۍ جوړېدل هم د دې منصوبې يو مهمه برخه ده دا ډول ځانګړې ادارې د نړۍ د بهترين فضائي ځواكونو برخه وي۔ په دې موقع د پاك فضائيه مشر ائېر چیف مارشل سهېل امان هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې ائېر وائس مارشل (ر) فائز امير ٬ وائس چانسلر ائېر يونيورسټي ګډون كوٶنكو ته د كېمپس د خصوصياتو په اړه بريفنګ وركړو۔ د پاكستان ائېرو ناټيكل كمپليكس كامره چیئرمېن ائېر مارشل احمر شهزاد د نوي جوړ كړې شوي اېوي اېشن سټي په خاص خصوصياتو رڼا اچولو سره ووئيل چې دا به منطقه كښ?? د ايوي اېشن مركز جوړېږي۔